د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستیان: پر ځوانانو د ولسمشر غني اعتماد ساری نه‌ لري


د خوست ځوانانو او اوسېدونکو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني اوږد مهالې اقتصادي پروګرامونو او په‌دې برخه کې یو شمېر پرمختګونه وستایل او د دې برنامو عملي کول يې د افغانانو د لسګونو کلونو هیله وبلله.

دوی جمهور رئیس په‌ دې هم وستایه چې د ولسمشری په خپله نېږدې پنځه کلنه دوره کې يې پر ځوانانو ډېر باور وکړ، د دولت مهمې او کلیدې چوکۍ يې ور وسپارلې او په نظام کې يې د ښځو ونډه هم ډېره کړه.

دوی یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په هغه ولسي غونډه کې وکړې چې د ځوانانو د مشورتي ټیم او یو شمېر مدني ټولنو له‌خوا رابلل شوې وه.

د خوست د ځوانانو، ښځو، مدني فعالانو او ځايي اوسیدونکو په ګډون دا غونډه د ولسمشر محمد اشرف غني د یو شمېر اقتصادي برنامو او په افغانستان کې د سولې لپاره د روان هڅو څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.

د خوست د ځوانانو د مشورتي ټیم مشر قدیرالله لکڼوال مشال راډیو ته وویل چې د افغان ولسمشر یو شمېر اساسي او اوږد مهالو برنامو او اقتصادي برخو کې لاسته راوړنو ته په کتو خوستیو ځوانانو وپتیله چې د هغه د خدمتونو قدر وکړي.

د خوست د ځوانانو د مشورتي ټیم مشر قدیرالله لکڼوال
د خوست د ځوانانو د مشورتي ټیم مشر قدیرالله لکڼوال

ده وویل، پخوا افغانستان په اقتصادي محاصره کې وو او له‌دې مجبوریته به ګاونډیو هېوادونو د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخېسته، خو د ولسمشر د طرحو او برنامو په نتیجه کې اوس افغانستان نړۍ سره د وصل ډېرې نورې لارې پیدا کړي دي.

ښاغلي لکڼوال زیاته کړه، افغانستان لاهم په ستونزو کې ایسار دی، خو ولسمشر کولی شي د واک په یوه بله دوره کې ټولو ستونزو ته د امکان تر کچې حل لارې پیدا کړي.

ځوان مدني فعال نظیر روښان وايي چې ولسمشر په خپله کاري موده کې ځوانانو ته په ملي کچه داسې مهم مسولیتونه سپارلي چې پخوا ساری نه دی لیدل شوی.

ده زیاته کړه:

"واقعاً ولسمشر په خپله اداره کې ځوانانو ته ډېر کار ورکړی دی او ډېر مهم مسوولیتونه يې ورته سپارلي دي، موږ که د افغانستان تاریخ ته نظر واچوو او بیا د ډاکټر صیب غني اوسنۍ ریاست په پام کې ونیسو، دلته چې ده کوم اعتماد په ځوانانو باندې وکړ، دا په تاریخ کې بې ساری دی، په همدې خاطر ده چې ځوانان د ولسمشر غني ملاتړ کوي."

په غونډه کې ویناوالو په‌ دې هم خبرې وکړې چې ولسمشر په خپله کاري دوره کې د نظام په چارو کې د ښځو ګډون ته هم ډېره پاملرنه کړې ده.

ځوانې مدني فعالې زینب افغان وویل:

ځوانه مدني فعاله زینب افغان
ځوانه مدني فعاله زینب افغان

"په حقیقت دې څوک سترګې نه پټوي د غني صیب په وخت کې ځوانانو په ځانګړي ډول خویندو لپاره ډېر کار شوی دی، نو موږ ملاتړ کوو، د کارونو يې ستاینه کوو او په راتلونکې کې هم د خوست خویندې او وروڼه ملاتړ کوي، خو موږ بیا هم ورڅخه غواړو چې باید خویندو ته نوره توجه هم وکړي، هغوی ته دې ریاستونه او لوړې چوکۍ ورکړي، دوی کولی شي، په ارګ او وزارتونو کې وظیفې ترسره کړي."

د نظر خاوند ډاکټر عبدالجبار جبارخېل وايي، چې د پخوا په پرتله د خلکو د پوهې کچه لوړه شوې او دوی کولی شي، هغه څوک چې هېواد او ولس ته ژمن او خدمتګار وي، د هغو کسانو څخه چې د شخصي او ګوندي ګټو د خوندیتوب لپاره کار کوي، سره بیل کړي.

دی وايي، اوسنۍ حالت د دې خبرې ثبوت دی چې ولس د شوکمارو، جګړه غوښتونکو او نورو قانون ماتونکو څخه کرکه کوي او د صادقو شخصیتونو تر شا ودریږي.

د غونډې یو بل ویناوال زرولي خوشنود بیا په ځانګړي ډول ولسمشر په‌ دې وستایه چې خوست ته يې د پاچا خان پوهنتون منظورول په پام کې دي او د دې برخې ځینې مقدماتي چارې پیل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، که پاچا خان پوهنتون په خوست کې فعال شي، نه یوازې تر ماسټری دورې پورې به افغان محصلانو ته په کې د زده کړو زمینه برابره شي، بلکې په دې سیمه کې به د ولس د ويښتابه او د سوله ییز فکر خورولو کې هم مهم رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG