د لاسرسي ځای

تازه خبر

مدني فعالان وايي هېچا ته د هېواد سیاسي نظام بدلولو اجازه نه ورکوي


مدني فعالان د جنورۍ پر نهمه د ولایتي شورا ودانۍ ته ورغلل او خبري غونډه یې وکړه
مدني فعالان د جنورۍ پر نهمه د ولایتي شورا ودانۍ ته ورغلل او خبري غونډه یې وکړه

جلال اباد - د افغانستان يو شمېر سیاستوال غواړي چې په راتلونکي ولسمشريزو ټاکنو کې د افغانستان د اساسي قانون په خلاف د ولسمشر لپاره درې مرستیالان ولري او اجراییه ریاست په وزیراعظمۍ بدل کړي.

د افغانستان له اساسي قانون سره سم، ولسمشر دوه مرستیالان لرلای شي.

په ننګرهار کې د ګندهارا ټولنیزې جرګې يو شمېر استازي ولسمشر لپاره درې مرستيالان او د وزیراعظمۍ څوکۍ د اساسي قانون نقض او سرغړونه بولي.

په رسنيو کې د افغانستان د يو شمېر سیاستوالو بیانونه راغلي چې ولسمشر دې درې مرستیالان ولري او د اجراییه ریاست دې په وزیراعظمۍ واړول شي.

دې بیانونو پر ټولنیزو رسنيو غبرګونونه او بحثونه پارولي.

په همدې تړاو د جنورۍ پر نهمه، په جلال اباد کې د ګندهارا ټولنیزې جرګې يو شمېر استازي د ننګرهار ولایتي شورا انګړ ته ورغلل او د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې يې د دغو بیانونو په خلاف يې خپل غږ پورته کړ.

د یادې جرګې يو تن فعال غړي اباسین بهير په دې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:

"د یوه ولسمشریز ټکټ نه پرده پورته شوې، ویلي يې دي چې موږ به درې مرستیالان ولرو، غیر متمرکز سستم به رامنځته کړو، والیان به نیمه انتخابي شکل ولري، د دې سره موږ سخت مخالف یوو، دا په قانون کې صراحت نه لري، دا ټکټ په ولس کې مردود دی، هېڅکله به ولس داسې ټکټونو ته رایه ورنه کړي."

ټولنیز فعال شریف الله ناصري وویل،ولس ته په اساسي قانون د پردې تر شاه هيڅ ډول معاملې د منلو وړ نه دي:

"اساسي قانون د ټول ولس ملي وثیقه ده، څلورمه او پېنځمه ماده په دې حکم کوي چې هر افغان د انتخاب کېدو او انتخاب کولو حق لري، دې اصل ته په درناوي له هر چا نه د اساسي قانون د نقض پوښتنه کوو، او د پردې تر شاه په اساسي قانون معاملې ولس ته د منلو وړ نه دي."

د ولایتي شورا استازي ډاکټر ناصر کاموال وويل، يوازې ریاستي یا ولسمشریز نظام کولای شي چې د افغانستان د خلکو ستونزې حل کړي.

د ده په خبره هر هغه څوک چې په اساسي قانون معامله کوي، د ننګرهار خلک ورسره نه دي:

"هر هغه سیاستوال چې په افغانستان کې ځان ولسمشرۍ ته کانديدوي، نو د افغانستان اساسي قانون باید ورته سره کرښه وي. د افغانستان یووالي دا ریاستي نظام ساتلی شي. زه د ننګرهار د خلکو د استازي په توګه په ټولو سیاستوالو غږ کوم چې هر هغه څوک چې د افغانستان په اساسي قانون معامله کوي، د ننګرها رخلک ورسره نه دي."

دی وايي، په اوسني حکومت کې اجراییه ریاست هم د اساسي قانون نقض دی، په کار ده چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې دا هم له منځه یوړل شي.

د افغانستان د اساسي قانون په ۶۰مه ماده کې راغلي چې ولسمشر دوه مرستیالان لري، د جمهوري ریاست یا ولسمشرۍ کاندید د خپلو مرستیالانو نومونه د خپل ځان د کاندیدولو سره يو ځای ملت ته اعلانوي.

XS
SM
MD
LG