د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: داعشيان تسليم شوي او طالبان له سولې بهير سره يوځای شوي


ننګرهار کې تسلیم شوي وسله وال.
ننګرهار کې تسلیم شوي وسله وال.

د ننګرهار چارواکي وايي چې یو شمېر وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يو ځای شول او يو شمېر داعش وسله وال له خپلو سپکو او درنو وسلو سره د ملي امنيت منسوبينو ته تسليم شول.


د سولې له بهير سره يو ځای شوي وسله وال طالبان او په ننګرهار کې د ملي امنيت منسوبينو ته تسليم شوي داعش وسله وال د جنورۍ پر اتمه د ملي امنيت ریاست په انګړ کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د رسنيو استازو ته وښودل شول.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږياڼي وايي چې ۱۶ وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يو ځای شول او اته داعش وسله وال د ملي امنيت منسوبینو ته تسليم شوي.

"په مومند درې او غني خېلو ولسواليو کې د عملیاتو د نتیجې او لاسته راوړنو وروسته ۱۶ وسله والو طالبانو له جګړې لاس واخيست او د سولې له بهير سره يو ځای شول. همدا راز اته جنګي داعشیان چې په کوټ او نورو ولسواليو کې يې ترهګر فعالیتونه تر سره کول، د ملي امنیت منسوبينو ته تسليم شول. دواړو ډلو له ځانونو سره ۱۹ ميله کلاشینکوف، يو ميل ماشنیداره او دوه ميله راکټ لانچر هم د ملي امنيت منسوبینو ته وسپارل."

خوږياڼی د وسله والو طالبانو د سولې له بهير سره يو ځای کېدل او د داعش وسله والو تسليمېدل په ننګرهار کې د بریاليو عملیاتو پایله بولي.

"داعشیان وروسته له هغې په غني خېلو او مومند درې ولسواليو کې تسليمېږي چې په یادو ولسواليو کې عملیات په بريالیتوب سره دوام لري، ګڼې سیمې د دوی له موجوديت څخه پاکې شوي او همدا راز وسله والو طالبان چې د جګړې توانمندي يې نه لرله، د سولې له بهير سره يو ځای شول."

نوموړي زیاتوي چې په ننګرهار کې د داعش وسله والو ټغر په ټولېدو دی، تر دې وړاندې هم ګڼو داعشیانو خپله وسله په ځمکه ايښې او د ملي امنيت منسوبينو ته تسليم شوي دي.

د ده په خبره د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو عملیات دوام لري، که وسله وال مخالفین د سولې له بهير سره يو ځای نه شي او یا هم داعش وسله وال تسلیم نه شي، د هوايي او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې به وځپل شي.


XS
SM
MD
LG