د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لورالاي کېنټ هستوګن: د امنيتي ځواکونو پر امر سربېره دا ځای نه پرېږدو


د لورالايي نقشه
د لورالايي نقشه

د بلوچستان په لورالايي کې د کېنټ سره نيزدې مېشته خلک وايي پر دې زمکه له نيزدي سلو کلونو راهيسې مېشت دي او د امنيتي ځواکونو پر امر سربېره به ترې ونه وځي.

په دغو کې يو تن عبدالقدوس کاکړ د جنورۍ په ۷مه مشال راډيو ته وويل چې په دې يخنۍ کې د درې سوو کورونو خوا او شا اوه زره کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، هيچرته نه شې تللی نو ځکه به دوی په خپلو کورونو کې پاتې شي.

هغه زياته کړه: ((نيزدي دېرش کورونه یې ړنګ کړي دي او پاتو ته يې حکم وکړ چې په ۲۴ ساعتونو کې ووځئ. موږ سره بله لاره نشته چې چيرته لاړ شو. یا به په خېمو کې اوسو او يا بله کوم بل ځای ته کډه کېږو. تر دې خو دا ښه ده چې همدلته په خپلو کورونو کې کښېنو. پرېږده چې دا ديوالونه راباندې ونړوي. دا د بشري حقونو خلاف کار دی. رياست د مور په شان وي نو له موره دا تمه نه لرو چې د آيين او انساني حقونو خلاف کار دې وکړي.))

کوښښ کوو چې د مذاکراتو له لارې دا مسله حل کړو. يا خو به دا خلک نه باسو او يا یې که باسو نو د متبادل ځای په موندلو به غور کوو
د کورنيوو چارو صوبايي وزير، ضياالله لانګي

دې خلکو ته د پاکستان سرحدي ځواکونو يا ايف، سي په ۲۰۱۶ کال کې هم په دې دليل د وتلو ويلي وو چې په خبره يې دا زمکه د پوځ ده. خو دې خلکو هغه مهال په اسلام اباد کې مظاهرې وکړي او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې پرې تر بحث وروسته، د دوی ويستل وځنډېدل. دا ځل يې د ويستلو لپاره حکومت بل دلیل وړاندې کړی.

د بلوچستان د کورنيوو چارو وزير، ضیا الله لانګي د جنورۍ په ۷مه مشال راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د جنورۍ په لومړۍ نېټه دغلته وسله والو پر پوځيانو بريد کړی وو چې د دغو درې سوو کورونو څخه کوم کس يا کسانو ورسره مرسته کړې وه نو ځکه د ځينو کورونه ړنګ شوي دي. خو د هغه په وېنا دوی کوښښ کوي چې د دې مسلې سوله ييز حل راوباسي.

((بيلکل زموږ ټولې ادارې دغلته ورغلې وي. دلته د يوې لويې تباهۍ کوښښ شوی وو. د دغو بريدګرو سهولت کار همدلته دي. تر څو چې سهولت کار نه وي نو په حمله نه شې کاميابيدلی. اوس موږ پر دې خبرې کوو چې يا خو دا خلک ونه باسو او يا يې که وباسو نو چيرته يې مېشته کړو. په يو يا دوو ورځو کې به دا مسله حل کړو. خپل خلک به داسې تر شنه اسمان لاندې نه پرېږدو.))

موږ د سولې او امن والا خلک يو. دا دومره ډېرې جاسوسي ادارې څه کوي. که څوک په دغسې حملو کې لاس لري، پېدا دې یې کړي.
د سيمې اوسيدونکی، عبدالقدوس کاکړ

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو د څانګې آي، ايس، پي، آر ترمخه په دغه حمله کې څلور امنيتي سرتيري او څلور بريدګر وژل شوي وو. ځينو مطبوعاتو ليکلي چې تحريک طالبان پاکستان د دې حملې زمه واري منلې وه. خو د لورالايي کينټ اوسېدونکی، عبدالقدوس کاکړ وايي چې جرم فردي دی نو که په دې بريد کې چا مرسته کړې وه، هغه ته دې سزا ورکړل شي او په دې بهانه دې په زرګونو خلک نه بې کوره کېږي.

په ۲۰۱۶ کال کې د لورالايي پوځي کېنټ سره نيزدي د خلکو د ويستلو مسلې حل لپاره د پاکستان سېنټ يوه کمېټې جوړه کړې وه خو د دغه کمېټې غړي د بې امنۍ له وجې هيڅکله بلوچستان ته لاړ نه شول. له همدې کبله نه د دې زمکې ملکيت ثابت شو او نه هم دا ستونزه حل شوه.

XS
SM
MD
LG