د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د ناقانونه ودانیو ضد عملیاتو زرګونو خلک بېروزګاره کړي


په اغېزمنو برخو کې زیاتره دوکانونه د پښتنو دي
په اغېزمنو برخو کې زیاتره دوکانونه د پښتنو دي

پراګ - د ۲۰۱۸ز کال اکتوبر پر ۲۶مه د پاکستان سترې محکمې له کراچۍ ښاره د ناقانونه ودانیو ختمولو حکم وکړ.

تر دې وروسته د نومبر په ۱۲مه کراچۍ ښاروالۍ په اېمپریس مارکیټ،برنس روډ،پاکستان چوک، لایټ هاوس، کراچۍ ژوبڼ او نورو سیمو کې زرګونه دوکانونه وران کړل.

دوکانونه څو لسیزې پخوا هلته جوړ شوي ول، چې د دوکاندارانو په خبره، دوی به یې کرایه هم ښاروالۍ ته ورکوله.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د جنورۍ د اوومې په راپور کې د کراچۍ نېډ یونیورسټۍ د تازه سروې په حواله ویلي، له عملیاتو دوه لاکه خلک اغېزمن شوي.

سیاستوال فارق ستار د جنورۍ پر اوومه په کراچۍ کې خبریالانو ته وویل، په اپرېشن کې ۸۷۰۰ دوکانونه ړنګ شوي او ۳۰ زره کورنۍ اغېزمنې شوي دي.

د لي مارکېټ د دوکاندارانو اتحادیې غړی نور محمد اپریدی وايي، له زرو څخه د زیاتو دوکانونو د ورانولو امر شوی. ​

لي مارکېټ په کراچۍ کې د پښتنو یو له مشهورو مرکزونو څخه دی.

هلته د چایو، رخت یا کپړې، شیدو، سبزۍ، څپلیو او نورو شیانو دوکانونه دي.

همدا راز هلته پښتونخوا او په ځانګړې توګه قبایلي ضلعو ته د تلونکو بسونو اډې هم دي.

د پښتنو زیاتره هوټلونه او دېرې هم په هلته دي.

اپریدی وایي د جنورۍ په درېیمه ورته ویل شوي چې په چټایي بازار، مدینه مارکېټ او د لي مارکېټ دننه دوکانونه او هوټلونه خالي کړی.

کمېشنر وایي چې یو نیم زر دوکانونه درکوو. خو سبا، سبا کوي، خپلې ژمنې نه پوره کوي.
عمران کاکړ

هغه وایي دا دوکانونه خلکو شاوخوا ۷۰ کاله پخوا، د هند تر وېش مخکې جوړ کړي.

د کراچۍ کمېشنر افتخار احمد د جنورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل د اغېزمنو خلکو ته متبادل ځایونو ورکوي.

"وران شوي دوکانونه په غېر قانوني ځایونو جوړ ول. ځېنې د پارکونو په ځایونو، په فټ پاتونو او ځېنې یې د نالیو پر سر ول. اغېزمنو خلکو ته تر راتلونکې یوې میاشت متبادل ځایونه ورکوو."

خو د اېمپریس مارکیټ د دوکاندارانو اتحادیې مرستیال مشر عمران کاکړ وایي له دوو میاشتو راهیسې زرګونه دوکانداران بې روزګاره دي، حکومت ورته په نورو ځایونو کې د دوکانونو ورکولو ژمنې کړي خو په عملي کولو کې یې له ځنډه کار اخلي.

کاکړ وایي، زیاتره اغېزمن دوکانداران په فټ پاتونو سامانونو خرڅولو ته مجبور شوي دي:

"کمېشنر وایي چې یو نیم زر دوکانونه درکوو. خو سبا، سبا کوي، خپلې ژمنې نه پوره کوي. اغېزمن خلک ناامېده شول. اوس د ورانو دوکانونو پر ځای او یا په لارو کوڅو کې دوکاندارانو کمپلې پر ځمکه غوړولې وي او سامان خرڅوي."

د کراچۍ صدر بازار پر کراچۍ د انګریزانو تر قبضې وروسته په ۱۸۳۹ز کال کې جوړ شوی وو.

اېمپرېس مارکیټ وروسته په ۱۸۸۹ز کال کې د روزانه استعمال شیانو د پلور او پېر لپاره جوړ شو.

د ۲۰۱۸ز نومبر پر ۱۲مه، چارواکو د هغه بازار شاوخوا ۱۷۰۰ دوکانونه وران کړل.

حکومت تر اوسه دا پرېکړه نه ده کړې چې د ورانو دوکانونو ځمکه د څه لپاره کاروي.

XS
SM
MD
LG