د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتنه ورور ته محتاجه ده"


ورور ته محتاجه پر ټولنیزو ووبپاڼو خپرېدونکې یوه خپرونه ده چې پکې د پښتنو پر ناسمو دودونو طنز کېږي
ورور ته محتاجه پر ټولنیزو ووبپاڼو خپرېدونکې یوه خپرونه ده چې پکې د پښتنو پر ناسمو دودونو طنز کېږي

"ورور ته محتاجه" په پښتنه ټولنه کې هغه کرداردی چې په هر کور کې په څه نا څه شکل کې شته او د خپلو خواوشاه خلکو پر ژوند یې اثر دی.

"ورور ته محتاجه" چې پر ټولنیزو رسنیو د پښتنو په کلتور او رسمونو کې پر هغو خبرو او رواجونو په مزاحیه انداز کې تنقید کوي چې منفي دي د خپرونې کوربنه یې د ختمولو هڅې کوي.

د دې خپرونې مرکزي کردار نه غواړي چې وپېژندل شي او له هېواده بهر اوسي.

نوموړې وايي، د اصلي شناخت پر ځای یې پیغام مهم دی.

په تاندې هیلې خپرونه کې هم موږ نوموړې "ورور ته د محتاجې" په نوم یاده کړې چې په خپلو ویډیو ګانو کې خپلو بچیو او خپلوانو ته هم طنزیه او نا اشنا نومونه کاروي چې پکې پروت خان، شاه پپو خان، شاه شلګوتی او ختم دختر شامل دي.

هغه وایي دا ټول فرضي نومونه دي خو دا کردارونه په هر کور کې شته.

ورور ته محتاجه پر خپلو وېډیو ګانو په مختلفو ټولنیزو مسلو زیاتې خبرې کوي لکه له لوڼو سره په کور کې سلوک، د خوښې پر واده، لوڼو، ښځو او خویندو ته په کورنۍ شتمنۍ او جایداد کې برخه ورکول، د هلکانو او نجونو تعلیم او کار کول، زیارتونو ته تګ او داسې ګڼې نورې خبرې د هغې د ویډیوګانو موضوع وي.

په خیبر پښتونخوا کې د بشري حقونو کارکوونکې شاد بېګم وایي، ورور ته د محتاجې ویډیوګانې ګوري او زیاتوي "ورور ته محتاجه" د خلکو له خندولو سره سره په خپلو دغو ویډیو ګانو کې په ټولنه کې له ښځو او نجونو سره پر ناسمو رویو هم ډېر مثبت پېغام ورکوي.

بشپړه خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

رور ته محتاجه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG