د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د کاکاجي صنوبرحسین مومند ۵۶ تلین ولمانځل شو


 پېښور کې د تلین ګډونوال
پېښور کې د تلین ګډونوال

پېښورـ د نومیالي لیکوال، شاعر او سیاسي مبارز ارواښاد کاکاجي صنوبرحسین د ۵۶ تلین په مناسبت د جنورۍ په شپږمه نېټه په پېښور کې غونډه وشوه چې پکې پوهانو د نوموړي په ژوند او کار رڼا واچوله او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د پښتنو د داسې اتلانو نومونه دې د سکولونو په نصابونو کې شامل کړي.

کاکاجي صنوبرحسین مومند چې ۱۸۹۷ کال کې، پېښور ښار سره نږدې په کږه وله سیمه کې یې نړۍ ته سترګې غړولې وې، د ۱۹۶۳ کال د جنورۍ پر درېمه وفات شوی وو.

کاکاجي صنوبرحسین مومند پر داسې مهال خپله سیاسي مبارزه پیل کړې وه چې د هند په نیمې وچې د انګلیسانو حکومت وو. نوموړی د دې خبرې په حق کې وو چې پښتانه دې د تعلیم له لارې پرمختګ وکړي خو د انګلیسانو خلاف د مبارزې پلوی هم وو او په عدم تشدد فلسفه یې باور نه درلودلو.

پېښور کې د تلین ګډونوال
پېښور کې د تلین ګډونوال

په پېښور کې د کاکاجي صنوبرحسین مومند د غونډې یو تن جوړوونکي ډاکټر محمد عرفان الله مشال راډیو ته وویل، د هند په نیمه وچه کې د انګلیسانو د موجودیت خلاف د دغه پښتون مبارز هلې ځلې د ډېر پام وړ دي. ده زیاته کړه:

((کاکاجي یو ډېر لوی پښتون مبارز وو. هغه په دې خاوره کې د انګریزانو د موجودیت خلاف ډېرې هلې ځلې کړې وې. همدا وه چې انګریزانو دی په جلاوطنۍ مجبوره کړی وو. دی هله پېښور ته ستون شو چې د انګریزانو حکومت ختم او پاکستان جوړ شو.))

ډاکټر عرفان وايي، کاکاجي صنوبرحسین مومند د پښتنو د بیدارۍ لپاره د اسلم په نوم یوه مجله هم خپروله چې تر ډېرو کلونو پورې یې د خلکو په ذهني ویښتیا کې خپله ونډه لرلې ده.

غونډه کې د کاکاجي مینه والو ګډون وکړ
غونډه کې د کاکاجي مینه والو ګډون وکړ

د پېښور په یاده غونډه کې د کاکاجي صنوبرحسین مومند یو نږدې خپلوان راحت الله تابان هم ګډون وکړو. نوموړي مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، دا ډول غونډې نوي کهول ته د پښتنو اتلانو په پېژندګلوۍ کې کومک کوي.

((زموږ ځوان او نوی کهول د داسې اتلانو له مبارزې بیخي خبر نه دی. دوی ته دا هډو معلوم نه دي چې په دې پښتنو کې داسې لوی اتلان تېر شوي دي، چاچي دومره لوړ ادبي، صحافتي او سیاسي خدمتونه کړي دي.))

نوموړی وايي د کاکاجي صنوبرحسین مومند ناچاپه اثار دې په حکومتي کچه چاپ کړل شي څو راتلونکي نسلونه ترې ګټه پورته کړل شي.

د غونډې یو ګډونوال فرهاد سراج وايي، په لومړي ځل په دغه غونډه کې خبر شو چې د دوی په سیمه کږه وله کې یو داسې مبارز پښتون هم تېر شوی دی. یو بل زده کونکي علي رضا مومند وویل، د دې علت دا دی چې په نصاب کې د دا ډول اتلانو ذکر نشته نو ځکه ترې پښتانه ځوانان ناخبره دي.

د غونډې ګډونوالو د پاکستان او په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا له صوبايي حکومته وغوښتل چې د کاکاجي صنوبرحسین مومند په شمول د ټولو پښتنو اتلانو نومونه دې په نصاب کې زر تر زره شامل کړي. دوی وايي دا کار ځکه اړین دی چې د پښتنو نوی کهول باید د خپلو مشرانو له قربانیو او خدمتونو خبردار شي.

کاکاجي صنوبرحسین مومند په خدايي خدمتګار تحریک، کانګرس ګوند، انجمن نوجوانان سرحد او په نوجوان بهارت سبها کې خدمتونه ترسره کړي او د سیمې د ازادۍ لپاره یې ستړې ګاللې دي.

نوموړي د اسلم مجلې ترڅنګ، سیلاب او شعله په نوم مجلې وخت په وخت چاپ کړي او همدا رنګه یې ګڼ کتابونه هم لیکلي دي چې ځینې یې چاپ او ځیني نور یې بیا ناچاپه دي.

XS
SM
MD
LG