د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادۍ او مشال راډیو همکار امان الله امیرزی وفات شو


امان الله امیرزی له مودې راهیسې ناروغ وو
امان الله امیرزی له مودې راهیسې ناروغ وو

پراګ - د ازادۍ او مشال راډیو تخنیکي همکار او پروډیوسر امان الله امیرزی تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ.

امیرزي د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د فلم په برخه کې زده کړې کړې وې او له یوې مودې راهیسې ناروغ وو.

د ازادې اروپا راډیو د افغانستان، پاکستان او ایران څانګې مشر مردو سوغم د نوموړي په مړینه خپګان ښودلی دی.

د ازادۍ راډیو مشر هاشم مومند او د مشال راډیو رییس محمد امین مدقق د امان الله امیرزي له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې.

نوموړي شاوخوا ۱۷ کاله مخکې له ازادۍ راډیو سره کار پیل کړی وو.

په ۲۰۱۰ز کال کې چې مشال راډیو خپرونې پیل کړې نو لومړنۍ تخنیکي چارې یې هم امیرزي پر مخ وړې.

ده تر یوې مودې پورې د چېک رېپبلېک له مشهور ټېلېوېژن نووا سره هم د پروډیوسر په توګه کار کړی وو او د افغانستان په ټېلېوېژن کې یې هم د اداکار په توګه دنده تر سره کړې وه.

XS
SM
MD
LG