د لاسرسي ځای

تازه خبر

صوبايي اسمبلۍ کې دې د قبايلو څوکۍ زياتې کړل شي: قبايلي ځوانان


د پښتنو ځوانانو يو زوړ عکس.
د پښتنو ځوانانو يو زوړ عکس.

د پاکستان انتخاباتي کميسيون د جنوري پر درېيمه په يوه اعلاميه کې د قبايلي ضلعو لپاره د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ ۱۶ څوکۍ اعلان کړې. ځينې قبايلي ځوانان پر دې خپه دي او وايي ټولې قانوني او جمهوري لارې به کاروي تر څو حکومت دغه څوکۍ ورله زياتې کړي. دا ځوانان وايي چې لومړی دې په قبايلي سيمو کې سمه سرشمېرنه وشي او بيا دې ټاکنې وشي. خو حکومت او ځينې ځوانان بيا پر دې عقيده دي چې داسې کار بايد ونشي چې له وجې يې په قبايلي سيمو کې دغه انتخابات وځنډېږي.

د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې د قبايلي ځوانانو جرګې مشر ارشد اپريدی او د قبايلي ځوانانو د غورځنګ مشر احسان الله احسان مېلمانه دي.

د مشال راډيو د ځوانانو غږ دا خپرونه چې کوربه يې اسرار عالم مومند دی، لاندې يې د غږ په ځای کې اورېدلای شئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG