د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي دي که د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر پر مخ لاړ نشي، نو په افغانستان کې تلپاتې سوله نشي راتلای.
دا خبره نوموړي د جنوري پر دريمه ماښام د ګوند تر یوې غونډې وروسته خبري کنفرانس ته وکړه.
اسفندیار ولي خان زیاته کړه چې د افغانستان د جګړې ختمولو لپاره اړینه ده چې ټولې ښکېلې خواوې سره کښېني او په یو ځل ټولې مسلې هوارې کړي.
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د ۲۰۱۸م کال د ډېسېمبر پر ۱۷مه او ۱۸مه د افغان طالبانو استازو په ابوظبۍ کې د امریکا، سعودي، متحده عرب اماراتو او پاکستان له چارواکو سره ولیدل خو د افغانستان له حکومتي پلاوي سره یې له خبرو انکار وکړ.
هم د تېرې میاشتې په پای کې ایران هم دوه ځلې له طالب استازو سره د افغانستان د سولې په اړه د خبرو تصدیق وکړ.