فرهاد بي بي د خېبر پښتونخوا د دیر ضلعې ده اوټېکه داره ده. هغه زیاتره د سرکاري ودانیو لکه سړکونو، سکولونو او پلونو ټېکې اخلي او بیا يې چارې بشپړوي.
فرهاد بي بي د تېمرګرې د پخواني سیاستوال شمس القمر خان مېرمن ده.
هغه وایي مېړه یې خدایي خدمتګار او کاروباري شخصیت وو. د دې په وېنا، د هغه تر مړینې وروسته یې کاروبار سمبال کړ.
فرهاد بي بي وایي، لومړی ورته دا کار ګران ښکارېد خو اوس په خپل کار پوره پوهېږي او د ودانیو یا تعمیرونو مختلفې پروژې يې سر ته رسولي دي.
د هغې سره په دغه کار کې ګڼ مزدوران، انجنیران او نور خلک هم کار کوي.
د فرهاد بي بي درې لوڼه په مختلفو شعبو کې خلک پېژني. سایره شمس د ټولنیزو چارو یوه فعاله ده. سمېرا شمس د تحریک انصاف ګوند له خوا د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړې ده او نورینه شمس د سکواش لوبغاړې ده.
فرهاد بي بي وایي کوشش یې کړی چې خپلې لوڼه په تعلیم او هنر ښایسته کړي.
بشپړه خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
تاندې هیلې
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
-
فرخنده اسد
فرخنده اسد د مشال راډیو خبریاله وه چې د پاکستان او افغانستان په اړه یې د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوله.