د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنرمندان: حکومت دې مالي مرسته بيا پېل کړي


تېر کال: د خېبر پښتونخوا وزير اعلی محمود خان اداکارې نوشابې ته د پېسو چيک ورکوي. دا پېسې اوس ودرېدلې دي.

د خېبرپښتونخوا هنرمندان شاعران او ادیبان وايي له یوې خوا يې په صوبه کې د هنر سره تړلي کارونه د نشت برابر دي او بلې خوا ته د کلتور څانګې لخوا مقرره مالي مرسته يا وظيفه هم نه ورکول کېږي. دوی د جنورۍ په لومړۍ نېټه د کلتور او سیلګرۍ د صوباي وزیر عاطف خان سره ملاقات کړی دی.

په دوی کې د پښتو ډرامو او فلمونو اداکارانو فنکارانو او هنرمندانو خیال محمد، وصال خیال، جاوید بابر، امان، صمد شاد او زرداد بلبل شامل دي. هنرمندان غوښتنه کوي چې د حکومت په تېره دوره کې د مياشتې ورکول کېدونکي دېرش زره روپۍ ورکول دې بيا پېل شي.

په دې اړه د پېښور هايي کورټ هم د تحريک انصاف حکومت ته حکم کړی و چې هنرمندانو ته دې دا پېسې ورکړل شي. په دې اړه زرداد بلبل مشال راډيو ته د جنورۍ په لومړې نېټه وويل: ((موږ څو واره احتجاج وکړ او دهرنې مو ورکړې خو کلچر ډیپارټمنټ د فنکارانو سره ډېر زیاتی کوي او های کورټ ورته ویلي خو دوی لا هم پېسې نه ورکوي.))

هغه خلک دې له ليسته وويستل شي چې د دې مرستې حقداره نه دي.
وصال خيال

دا پېسې هغو کسانو ته ورکول کېدلې چې د حکومت په نظر غريب وو او د هنر لپاره يې خدمت کړی وو. ځينو هنرمندانو پرې نيوکې کړې چې اړو کسانو ته نه رسېږي. سندرغاړي وصال خیال هم په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه دوی ته دوه چیکونو ملاو شوي او نور ولاړ دي.

په دې موقع دې فنکارانو او هنرمندانو غوښتنه وکړه چې څنګه په لاهور او کراچۍ کې د کلتور په څانګه کې فنکارانو او د فنکارانو بچو ته نوکرۍ ورکړل شوي هم داسې دې حکومت د خېبرپښتونخوا د کلتور په څانګه کې دوه في صده د نوکریو برخه هنرمندانو او د هغوی اولادونو ته بېله کړي.

د خېبر پښتونخوا د کلتور څانګې چارواکي وايي دوی کوښښ کوي د هنرمندانو سره د خپل وس مطابق مرسته وکړي. د دوی په خبره اوسمهال ورسره ډېرې پېسې نشته. د دې ادراې مشر، شهباز خان مشال راډيو ته د جنورۍ په لومړۍ وويل: ((حکومت چې پېسې راولېږي. موږ به يې هنرمندانو ته ورکړو.))

XS
SM
MD
LG