د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ ورځ به پاکستان کې تر ۱۵ زره زيات ماشومان وزېږي"


نوي زوکړي ماشومان (ارشيف)
نوي زوکړي ماشومان (ارشيف)

پراګ - د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان پونیسېف په يو راپور کې ويلي چې د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ ورځ به په پاکستان کې تر ۱۵ زره زيات ماشومان وزېږي.

يونيسېف دا رپورټ د ۲۰۱۹ م کال د جنوري پر لومړۍ نېټه خپور کړی دی.

رپورټ وايي، د نوي مېلادي کال په لومړۍ ورځ چې کوم درې لاکه پنځه اويا زره او دوه اويا ماشومان به زېږي، د هغوی نيمايي به په اتو هېوادونو کې پېدا کېږي.

په رپورټ کې دغه هېوادونه د ترتيب په حساب هند، چين، نايجريا، پاکستان، انډونېزيا، امريکا، کانګو او بنګله دېش ياد شوي دي.

د۲۰۱۹م کال په لومړۍ ورځ چې کوم درې لاکه پنځه اويا زره او دوه اويا ماشومان به زېږي د هغو نيمايي به په اته هېوادونو کې پېدا کېږي.
يونيسيف

سازمان زياتوي، د جنوري پر لومړۍ نېټه به په پاکستان کې ۱۵۱۱۲ ماشومان پېدا شي.

کارپوهان پاکستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو يادوي چې پکې زياتېدونکې ابادي يو چېلنج ګرځېدلی دی.

مجيب پانېزی د بلوچستان يو لوړ پوړی چارواکی دی چې زيات کار پر پرمختيايي چارو کوي.

نوموړي مشال راډیو ته وويل چې په پاکستان کې زیاتېدونکې ابادي د هېواد پر بنيادي ډانچې ژور اغيز کړی دی.

د هغه په خبره د هېواد په اقتصاد کې دومره توان نشته چې خلکو ته اقتصادي موقعې برابرې کړي او نه هم ځوانانو ته هغسې تربيت ورکول کېدلی شي چې هغوي دومره مسلکي شي چې په هېواد کې دننه يا دباندې ځان ته ګټه وټه وکړي.

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند نوي حکومت په واک کې له راتلو سره سم د زياتېدونکې ابادۍ د مخنيوي لپاره يوه کاري ډله جوړه کړه.

د دې ترڅنګ د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس هم دا موضوع راپورته کړې ده.

په پاکستان کې زیاتېدونکې ابادي د هېواد پر بنيادي ډهانچې ژور اغيز کړی دی.
مجيب پانېزی

د ابادۍ د ستونزې په اړه د ۲۰۱۸م کال په ډېسېمبر مياشت کې په اسلام اباد کې يوه لويه غونډه وشوه چې ورته وزيراعظم عمران خان او چيف جسټس ثاقب نثار ويناګانې وکړې.

د پاکستان ابادي ۲۰۷ مليونه ده خو پر دې موضوع جوړې شوې غونډې ته د وينا پرمهال د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار وېره وښودله چې که د نفوسو شمېر هم په دې رفتار روان وو نو کېدای شي په راتلونکيو ۳۰ کلونو کې د پاکستان ابادي ۴۵ کروړه ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG