د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د ۲۰۲۰م شل اووريز نړيوال کرکټ کپ ته ووت


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

افغانستان په هغو اتو هېوادونو کې شامل دی چې د ۲۰۲۰ کال شل اووريز کرکټ نړيوال جام ته په مستقيم ډول وتلی دی. اوه نورې لوبډلې پاکستان، هند، انګلېنډ، اسټريليا، جنوبي افرېقه، نيوزيلېنډ او ويسټ انډېز دي.

د کرکټ نړيوالې شورا يا انټرنېشنل کرکټ کونسل د جنورۍ په لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دوی د نوي سيسټم په ترڅ کې يې دغه لوبډلې د نړيوالې درجه بندۍ له مخې غوره شوې دي. پاکستان په دې درجه بندۍ کې لومړی او افغانستان په اتم نمبر دی.

د دې شورا د معلوماتو تر مخه په اسټريليا کې کيدونکي د ۲۰۲۰ کال په شل اووريز کرکټ نړيوال کپ کې به ټول دولس لوبډلې وي. پاتې څلور لوبډلې به د غوراوي له هغه ټورنمنټه راوځي چې اته ملکونه پکې برخه اخلي. دلته به بنګله دېش، سريلنکا، ايرلېنډ، زمبابوی، سکاټلېنډ، نيدرلېڼدز، متحده عرب امارات او عمان مقابله کوي.

افغانستان يو نيم کال مخکې د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړی شو. دوی په لنډ وخت کې د ډېر پرمختګ په کولو سره د ټيسټ لوبو کولو اجازه هم واخيسته او خپل لومړی ټيسټ يې هند سره وکړ چې وې بايله.

XS
SM
MD
LG