د لاسرسي ځای

تازه خبر

رحمان ملک: په ECL قانون کې بدلون کوو


سينيټر رحمان ملک
سينيټر رحمان ملک

د پاکستان په سېنټ کې د داخله چارو کمېټې د ايکزيټ کنټرول ليسټ يا ECL قانون بدلون لپاره يو بيل منظور کړی دی. د دې قانون تر مخه هغه کسان له ملکه نه شي وتلی چې په دغه ليسټ کې يې نومونه راغلي وي. د پاکستان سېنټ په خپل ويب پاڼه ليکلي چې دا بيل د دسمبر په ۳۱مه د پيپلز ګوند سينېټر ميا رضا رباني وړاندې کړ.

هغه د بدلون لپاره دا دريځ خپل کړی چې په دغه لیست کې د خلکو نومونو شاملولو لپاره قانون له بشري حقونو سره په ټکر کې دی.

د دې کمېټې مشر، رحمان ملک په دې اړه خبريالانو ته وويل حکومت بايد په دريوو ورځو کې د هغه لیست په اړه نور معلومات ورکړي چې په دې وروستيوو کې يې په درغليوو تورن ۱۷۲ کسانو نومونه پکې اچولي او له پاکستانه برې بهر ته د تګ بندېز دی.

د داسې بدلون غوښتنه شوې چې کله يو څوک په اي، سي، ايل کې واچول شي نو هغه بايد په ۲۴ ساعتونو کې خبر کړل شي.
رحمان ملک

هغه زياته کړه: ((په دې ليسن کې شامل کس ته بايد په ۱۵ ورځو کې د سپيناوي وخت ورکړل شي. که په دې پنځلسو ورځو کې حکومت پرېکړه نه شي کولی نو د هغه کس نوم به له دې لیسته ويستل کېږي. بله خبره چې زما ورته پام شوی دی، هغه دا ده چې پارليمان به د دې اجازه نه ورکوي چې په دې ليست کې دې د تعصب په بنياد د خلکو نومونه شامل شي. اوس ګورو چې په دې ليست کې نور څوک څوک شامل دي. د دې لپاره موږ رپورټ غوښتی او قانون کې به بدلون کوو.))

د پاکستان سپريم کورټ د جعلي بانکي اکاونټونو او تورو پېسو مينځلو يا مني لانډرينګ تورونو په اړه تحقیقاتو لپاره يوه کمېټې جوړه کړې ده چې پکې د احتساب ادارې نېب، د تحقیقاتو وفاقي ادارې (FIA) او ځينو استخباراتي ادارو غړي شامل دي. دې کمېټې ځيني کسان له ملک څخه بهر ته له سفر کولو منع کړې دي. په دوی کې د پيپلز ګوند د شريکو مشرانو او قامي اسمبلۍ غړو آصف علي زرداري او بلاول بټو زرداري نومونه هم شامل دي.

د سپريم کورټ حکم او د حکومت دريځ

خو د پاکستان سپريم کورټ د دسمبر په يودېرشمه په يوه پرېکړه کې وويل چې پر دغه لیست دې له سره غور وشي. د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد احمد چوهدري په همدغه ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې دوی د سپريم کورټ حکم مني خو زياته یې کړه چې که اپوزېشن هر څومره کوښښ وکړي دوی به د درغليوو پر ضد له روانو هڅو لاس وانخلي.

په دې ليست کې د پخواني ولسمشر اصف علي زداري د خور، فريال تالپور او سند صوبې وزيراعلی مراد علي شاه نومونه هم شته دی

هغه زياته کړه ((د سپريم کورټ د حکم مطابق موږ دا لیست له سره ارزوو. خو دا خبره درته وکړم چې دا دومره لوی کسان که يو ځل له پاکستانه لاړل نو بيا نه راځي. موږ به د عدالت د پرېکړې تر مخه د قوم په ګټه پرېکړه کوو. دا هم درته ووايم چې په دوی کې بې ګناه څوک نشته. دا خو د خولې خبرې نه دي. هر څه په کاغذونو کې ثبت دي. د هر يو اکاونټونه معلوم دي چې چا څومره او کله پېسې اخيستې دي.))

د پيپلز ګوند پر شريکو مشرانو آصف علي زرداري او بلاول بټو زرداري تور دی چې د بهر سفرونو او آن د کور لګښتونه یې د بې نومه کمپنيوو د جعلي اکاونټونه پوره شوي دی. هغوی دا تور ردوي او وايي دا د دوی د خاموشه کولو لپاره د حکومت سازش دی. خو حکومتي چارواکي دا نه مني او وايي د دې کار مقصد يې پاکستان له درغليوو پاکول دي.

XS
SM
MD
LG