پراګ - د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضي میا ثاقب نثار ویلي، عدلیه د هېواد د وګړو د بنیادي حقونو ساتونکې ده او چې څوک یې له پامه غورځوي، پر ضد به یې اقدام کوي.
نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۹مه په لاهور کې یوې غونډې ته په وینا کې له خپلې خوا د پېښو نوټس اخیستو ته په اشاره پوښتنه وکړه چې ایا دا اقدام یې د ایین سرغړونه ده؟
په پاکستان کې د چارو پوهانو او ځېنو سیاستوالانو تور پورې کړی دی چې نثار د ځېنو هغو موضوعاتو سو موټو نوټسونه اخیستي چې د عدلیې دنده نه وه.
پر نوموړي دا تور هم پورې شوی چې ځېنې اقدامات یې د عدلیې له اییني دایرې بهر دي او په انتظامي یا حکومتي چارو کې د مداخلې په معنا دي.
خو نثار وايي: "ایین او قانون عدلیې ته د ولس د بنیادي حقونو د ساتلو دنده ورکړې ده. د عدلیې کارونه هسپتالونه چلول نه دي، خو که څوک یې په چلولو کې ناغېړي کوي، زه به یې پر ضد اقدام کوم ځکه چې ژوند کول د هر وګړي لومړنی حق دی او زه به د دې دفاع کوم. د اساسي حقونو د ساتونکي په حیث که ما په روغتونونو کې د ډاکترانو د حاضرۍ او د دارو، درملو او نورو شیانو پوره کولو امر کړی، نو ایا دا له اییني حدونو تجاوز دی؟"
انصاف هم د خلکو بنیادي حق دی، د دې لپاره ولې اقدام نه کېږي؟ پوځي عدالتونه که ترهګرو ته سزا ورکوي، [ملکي] عدالتونه یې ولې نشي ورکولای؟منیر خان کاکړ
خو د قانوني چارو پوهان وايي، عدلیه یو لړ نیمګړتیاوې لري او په کار ده چې مشر قاضي لومړی هغې ته توجه وکړي.
د بلوچستان د های کورټ د وکیلانو ټولنې یو مشر منیر خان کاکړ وايي، په انتظامي معاملو کې د سپریم کورټ د مشر قاضي مداخله غیر اییني ګام نه دی خو دا مهال په لاکونه کسان د انصاف تر لاسه کولو لپاره له ستونزو سره مخامخ دي:
"[مشر قاضي] چې وايي، ادارې ناکامه شوي دي نو موږ هم وایو چې عدلیه ناکامه شوې ځکه خو پوځي عدالتونه جوړ دي. انصاف هم د خلکو بنیادي حق دی، د دې لپاره ولې اقدام نه کېږي؟ پوځي عدالتونه که ترهګرو ته سزا ورکوي، [ملکي] عدالتونه یې ولې نشي ورکولای؟ مداخلت د مسلو حل نه دی. په کار ده چې هره اداره په خپله دایره کې کار وکړي او په ادارو کې دننه د څار او اصلاح نظام وي، هله به مسلې هوارېږي."
د ډېسېمبر پر ۲۷مه، د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پخوانۍ وزیراعظمې او خپلې مور بېنظیر بوټو تلین غونډې ته په وینا کې هم پر عدلیې انتقاد کړی وو او ویلي یې ول چې معزز عدالتونه د جمهوریت ضد کارېږي.
خو د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت وايي، د هېواد عدلیه خپلواکه ده.