د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې(د سولې سندرې) په نوم غزلیز ماښام جوړ شو


زړونه په درزا دي او فـــضاء هیله بخښوونکې ده

نن وي، که سبا وي، سوله خامخا راتلونکې ده.

دا د هغې سندرې یوه برخه وه، چې تېره شپه (د جمعې شپه) په خوست کې د سولې سندرې تر نامه لاندې په یو کلتوري پروګرام کې هنرمندانو د همدې راټولیدنې ګډونوالو ته وړاندې کړه.

(د سولې سندرې) پروګرام چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معینیت په نوښت د خوست د فرهنګیانو، شاعرانو او هنرمندانو په ګډون جوړ شوی وو، فن کارانو او هنرمندانو په کې د سولې سندرې وویلې او ګډونوالو يې د لاسونو په پړقا ملګرتیا او بدرګه وکړه.

د ځوانانو چارو معین او د پرګرام مشر میلمه کمال سادات له فرهنګیانو، روڼ اندو او هنرمندانو وغوښتل، چې د هنر او موسیقۍ له لارې افغانانو او نړیوالو ته د سولې پیغامونه ولیږدوي.

ښاغلي سادات زیاته کړه:

((موږ د خپلو هنرمندانو، فن کارانو او سندرغاړو په واسطه د سولې سندرې دا پروګرام جوړ کړو، تر څو موږ د سولې غږ د هنر، فرهنګ او موسیقۍ له لارې نړیوالو او وطندارانو ته ورسوو، په پای کې مو د فرهنګیانو او هنرمندانو څخه غوښتنه داده چې د خپل هنر له لارې د سولې پیغام د نړۍ او افغانستان خلکو ته ورسوي.))

شاعر او د نظر خاوند فریدالله قربان په خپلو خبرو کې دا ډول پروګرامونه د ولسونو په ويښتابه او په ملي کچه د یو داسې تحرک لپاره چې ټول افغانان په ځانګړي ډول ځوانان د هېواد د مالکیت احساس ته وهڅوي، اغېزمن او ګټور بولي.

دی وايي:

((زه فکر کوم دا ډول پروګرامونه د یو داسې تحرک لپاره چې د دې وطن عسکر ستا دی، پدې وطن کې که جنګ وي افغانه ستا په تاوان دی، زموږ او ځوانانو لپاره تر ټولو مهمه مساله داده چې کله موږ د وطن د مالکیت احساس کوو، خود به خود عکس العمل هم ښیوو، پدې وطن مو زړه هم بدیږی او دا وطن بیا چاته ویجاړی ته هم نه ورکوو.))

ګډونوالو د سولې په اړه یوه سندره له سندرغاړي ګل روف شوقي سره په ګډه بدرګه کړه:

دلته دا پیغلې ځوانان ولې ژاړي

دلته واړه ماشومان ولې ژاړي

دلته سپین ږیري خواران ولې ژاړي

دلته دا ټول په ارمان ولې ژاړي

بس توبه توبه وکړئ، ټوله

خدایه دلتــه راولې سوله.

په پښتو موسیقۍ کې یو شمېر اتڼیزې سندرې فولکوریکې دي، یا له پخوا دود دي، چې سندرغاړي يې وايي او پدې سره اتڼونه نور هم رنګیین او خوندور کیږي.

د خوست د سیمې د مخکیني ولسي شاعر او سندرغاړي حکیم نور اکاخېل دا سندره چې مینه لوی دریاب دی، پرې ګډیږمه او زده د دیدن تږی یم، مړیږم نه، پدې وروستیو کې په ډیریو اتڼونو کې ویل کیږي.

د سولې سندرې پدې پروګرام کې اتڼچیانو همدې سندرې ته څڼې وشیندلې او په خوند اتڼ يې وکړ:

مینه لوی دریاب دی، پرې ګډیږمه

زه د دیدن تږی یم، مړیم نه

مینه لوی دریاب دی ګډیدلی شي

څوک چې تکلیفونه قبلولی شي

څومره چې غوتۍ پسې وهلی شي

لعل په دریابونو کې موندلی شي

یار مې لامبوزن دی، پرې نازیږمه

زه د دیدن تږی یم، مړیم نه.

XS
SM
MD
LG