د لاسرسي ځای

تازه خبر

"وسله‌ وال طالبان دې بین‌ الافغاني خبرو اترو ته تیار شي"


د خوست قومي مخور، مدني فعالان او ځوانان په یوه غونډه کې راټول شوي

خوست - د افغانستان د خوست قومي مخورو، مدني فعالانو او ځوانانو له وسله‌ والو طالبانو وغوښتل چې د بهرنیانو پر ځای دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته تیار شي.

دوی د ډېسېمبر پر ۲۷مه په یوه غونډه کې وویل، له بهرنیانو سره د افغانستان د سولې په باب پر خبرو اترو ټینګار د پردیو لمسون او غوښتنه ده، نو که وسله‌ وال طالبان غواړي چې خپل استقلال ثابت کړي نو بین‌ الافغاني مذاکراتو ته دې حاضر شي او هلته دې خپلې غوښتنې مطرح کړي.

د خوست د ولایتي شورا غړي قمر علي لکڼوال په خپلو خبرو کې وویل، سوله او بین‌ الافغاني خبرې اترې د ټولو افغانانو ګډه غوښتنه ده.

د خوست د ولایتي شورا غړی قمر علي لکڼوال
د خوست د ولایتي شورا غړی قمر علي لکڼوال

دی زیاتوي، وسله‌ وال مخالفین تر اوسه افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته نه‌ دي حاضر شوي، نو که هغوی غواړي چې افغانانو ته خپل استقلالیت په ډاګه کړي، له بهرنیانو سره د خبرو پر ځای دې، په خپله افغان حکومت سره خپلمنځي خبرو اترو ته تیار شي.

په غونډه کې د ویناوالو ټينګار پر دې وو چې له افغانانو پرته، هېواد ته بهرنیان سوله نه‌ شي راوستی.

په خوست کې د سولې د ولایتي کمېټې مشر رسول محمد تڼی وايي، په افغانستان کې د سولې له مسئلې داسې خبره جوړه شوې چې څوک ورباندې نه‌پوهېږي.

دی وايي، ځېنې وخت اورېدل کېږي چې سوله بېخي نېږدې ده، بیا بله ورځ داسې څه پېښ شي چې د سولې په باب د خلکو ټوکېدلې هیلې ختمې شي.

د خوست ولایت د سولې د ولایتي کمېټې مشر رسول محمد تڼی
د خوست ولایت د سولې د ولایتي کمېټې مشر رسول محمد تڼی

د ښځو په استازیتوب د ولایتي شورا استازې نعمت بي بي عمري د جګړو له ښکېلو خواو وغوښتل چې د دې ولس بدمرغیو ته په کتو له جګړو لاس واخلي.

په غونډه کې دیني عالم مفتي حبیب‌ الرحمن وویل، له وسله‌ والو طالبانو سره سوله مهمه اړتیا ده، خو تر هغې مخکې په نظام کې د فساد ختمول مهم دي، ځکه فساد خپله د جګړې دوام ته لاره هواره کړې ده.

په سوله کې د ځوانانو د ونډې تر سرلیک لاندې د خوستیو ځوانانو جرګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو د معینیت له‌ خوا وربلل شوې وه.

د ځوانانو چارو معین د یاد ولایت له قومونو او ولسونو وغوښتل چې د سولې په بهیر کې خپله ونډه پراخه کړي.

ډاکتر کمال سادات وویل، خوست یو داسې ولایت دی چې د نېږدې ټولو ولایتونو یو شمېر خلک پکې اوسي او دوی ټول د خوستوالو له وطندارۍ، ښه سلوک، مېلمه پالنې او هېوادنۍ مینې خوشحاله دي.

د ځوانانو چارو معین ډاکتر کمال سادات
د ځوانانو چارو معین ډاکتر کمال سادات

دی زیاتوي، خوستی ولس او قومونه دې پاڅي او د سولې او امن غږ دې ټولو افغانانو ته ورسوي او له‌ دې ځایه د سولې پر لوري اساسي مزل پیل کړي.

تبصرې وګورئ (۲)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG