د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد وايي د بهرنیو چارو نوې تګلاره بریالۍ ده


شاه محمود قریشي د ډېسېمبر پر ۲۶مه په مسکو کې له خپل
شاه محمود قریشي د ډېسېمبر پر ۲۶مه په مسکو کې له خپل

اسلام اباد - د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره د اړیکو ښه کولو هڅې کړې دي.

د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د ډېسېمبر پر ۲۷مه، په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل، په اګست کې نوي حکومت د خپلې دندې له پیل سره د بهرنیو چارو په تګلاره کې بدلون راوستی دی.

ده وویل، وزیراعظم عمران خان د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو دوه، دوه سفرونه وکړل او چین او ملاېشیا ته هم ورغی.

ډاکتر فیصل دعوه وکړه چې دا سفرونه بریالي ول او ویې ویل چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هېوادونو ته د خپلو رسمي سفرونو پیل له افغانستانه وکړ ځکه چې حکومت په هغه هېواد کې سوله غواړي.

ده وویل، قریشي د ډېسېمبر له ۲۴مې تر ۲۶مې پورې په کابل، تهران، بیجنګ او مسکو کې له چارواکو سره خبرې وکړې چې موخه یې له هغو هېوادونو سره د تعلقاتو پراخول دي.

د فیصل په خبره، د پاکستان وزیراعظم عمران خان د واکمنۍ له پیله خپل هندي سیال نرېندر مودي ته لیک واستاوه خو هغه ورته مثبت ځواب ورنکړ.

نوي دلي ویلي ول چې په سېپټېمبر کې به یې استازي د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړي خو وروسته یې دا ملاقات فسخ کړ او تور یې پورې کړ چې اسلام اباد "ترهګر لمانځي."

هند دا اقدام تر هغې وروسته کړی وو چې پاکستان د یوه کشمیري وسله وال تر وژنې وروسته د هغه په یاد د ډاکخانې ټېکېټونه خپاره کړل. اسلام اباد وايي، هندیو ځواکونو برهان واني ماورای عدالت وژلی دی.

ډاکتر فیصل په خبري غونډه کې د ډېسېمبر پر ۲۴مه په کابل کې د ټولګټو چارو پر وزارت د وسله وال برید غندنه وکړه چې پکې له ۴۰ زیات کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG