د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅ بېلتونپالو یو قومندان اسلم بلوڅ وژل شوی دی


اسلم بلوڅ د بلوڅ لېبرېشن ارمي ډلې غړی وو
اسلم بلوڅ د بلوڅ لېبرېشن ارمي ډلې غړی وو

پراګ - رپورټونه وايي، په کراچۍ کې د چین پر کونسلګرۍ د نومبر میاشت په برید کې د لاس لرلو په تور یو بلوڅ وسله وال وژل شوی دی.

اسوشي اېټېډ‌ پرېس اژانس وايي، اسلم بلوڅ د بلوڅ لېبرېشن ارمي په نوم د بلوڅ بېلتونپاله ډلې غړی وو.

اژانس د ډېسېمبر پر ۲۶مه د دې ډلې ویاند جیند بلوڅ له خولې لیکلي چې قومندان اسلم بلوڅ له څلور نورو ملګرو سره یو ځای په کندهار کې وژل شوی.

د نوموړي په خبره، پر بلوڅ او ملګرو یې د ډېسېمبر پر ۲۴مه ځانمرګی برید شوی وو.

مشال راډیو په ازادانه ډول د جیند بلوڅ د څرګندونو تصدیق نشي کولای.

افغان او پاکستانیو چارواکو تر اوسه د بلوڅ د وژنې تصدیق نه دی کړی او دا یې هم نه دي ویلي چې څنګه اسلام اباد ته مطلوب یو کس پر افغان خاوره په ځانمرګي برید کې وژل شوی او د دې حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

د نومبر پر ۲۳مه په یو ګاډی کې سپرو درو وسله والو د کراچۍ په کلېفټن سیمه کې پر چینايي کونسلګرۍ لومړی د لاسي بمونو برید وکړ او وروسته له امنیتي اهلکارانو سره په نښته کې ووژل شول.

د پوليسو مشر امير شېخ د نومبر پر ۲۳مه نېټه خبریالانو ته وویل بریدګرو هڅه کوله چې په کونسلګرۍ کې د ويزې برخې ته ننوزي خو پوليس او رېنجرز عسکرو یې هڅه ناکامه کړه.

بلوڅ لېبرېشن ارمي ویلي ول چې پر چینايي کونسلګرۍ یې د چین - پاکستان اقتصادي لار د هغو پروژو په غبرګون کې برید کړی چې په بلوچستان کې عملي کېږي او دا چې هغه پروژې د بلوڅانو د استحصال لامل دي.

XS
SM
MD
LG