د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيپلز ګوند د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو ۱۱م تلین لمانځي


د پاکستان پخوانۍ وزيراعظمه بېنظير بټو.
د پاکستان پخوانۍ وزيراعظمه بېنظير بټو.

د پاکستان د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بوټو۱۱تلين د ډېسېمبر پر۲۷مه د هغې په پلرني ټاټوبي ګړي خدابخش کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې لمانځل کېږي.

د پپلز ګوند چارواکي وايي د تلین په غونډه کې د پیپلز ګوند مشران او غړي ګړي خدابخش ته رسېدلي دي.

پاکستان پیپلز ګوند نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي په دې موقع د ګوند د مرکزي کمیټۍ غونډه هم شوې ده.

د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمه او د پیپلز ګوند د هغه وخت مشره بېنظیر بوټو د ۲۰۰۷ز کال د ډېسېمبر پر ۲۷مه نېټه په راولپېنډۍ کې د خپل ګوند تر غونډې وروسته په برید کې وژل شوې وه.

د بېنظیر بوټو د سیاسي ژوند لوړې، ژورې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

هغه مهال د پاکستاني حکومت يوې تحقيقاتي کمېټې ويلي ول چې بريد تحريک طالبان پاکستان کړی دی خو د دې بريد ذمه واري القاعده وسلې والې ډلې منلې وه.

پیپلز ګوند هغه مهال د بې طرفه پلټنو غوښتنه کړې وه خو د ملګرو ملتونو د یوې ډلې پر ښکېلتیا سربېره تر اوسه معلومه نه شوه چې د بېنظیر بوټو تر وژنې تر شا د چا لاس وو.

XS
SM
MD
LG