د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر کې د ولسي جرګې نوماندانو پرلت وهلی


د لوګر معترض نوماندان.
د لوګر معترض نوماندان.

لوګر - د ډېسېمبر پر ۲۵مه په لوګر کې یو شمېر معترضو نوماندانو د یاد ولایت د ټاکنو کمېسیون دروازه د اعتراض په ډول وتړله او د یاد کمېسیون مخې ته یې پرلت پیل کړ.

د معترضو نوماندانو شمېر چې شاوخوا ۳۰ تنو تنه رسېږي او د ټاکنو کمېسیون لخوا په اعلان شویو لومړنیو پایلو کې يې رايې لږې دي، وايي هغه مهال به د ټاکنو کمیسیون د دروازې د خلاصولو اجازه ورکړي، چې د دوی غوښتنو ته رسیدګي وشي.

په لوګر کې معترض نوماندان غوښتنه کوي، چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون هغه پرېکړه عملي کړي، چې دغه ولایت کې یې د یو شمېر ټاکنیزو مرکزونو د باطلېدو په اړه کړې ده.

دوی زیاتوي، د ټاکنو کمېسیون له لوري بریالي اعلان شوي نوماندان په درغلیو بریالي شوي او حقیقت کې رایې نه لري.

دوی غوښتنه کوي، په درغلیو کې ښکېل کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي او له بایو متریک پرته رايې دې نه شمېرل کیږي.

یو تن متعرض نوماند نصرت وفا مشال راډیو ته وویل، هغو مرکزونو کې چې ټاکنې نه دي شوي او د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون يې رایې باطلې اعلان کړي دي، استناف دې دا پرېکړه تائید کړي او هغه کسان دې مجازات شي، چې په درغلیو کې ښکیل دي.

ده وویل، تر هغه چې غوښتنې يې ونه منل شي، دوی به د کمیسیون دروازه تړلي وساتي.

یو بل نوماند شهزاده توحیدمل هم د دوی درې غوښتنې یادوي او زیاتوي، چې درغلي کوونکي باید زندان ته ولاړ شي او یوازې بایومیټریک رايې دې وشمیرل شي.

همدارنګه یو بل نوماند شاپور احمدزی وايي، دوی ګوري، چې د درغلي کوونکو لخوا د تورو رایو د سپینولو کوښښ روان دی.

د ده په وینا کله چې هغوی د شکایاتو کمیسیون ته مراجعه کوي، نو ورته ویل کیږي، چې دا رايې په بر کمیسیون کې زیاتې شوي، هلته فیصلې کیږي او د دوی فیصلو ته څوک ارزښت نه ورکوي.

دی زیاتوي، کله چې د دوی فیصلو ته څوک ارزښت نه ورکوي، نو د دې کمیسیون خلاصه دروازه څه ګټه لري، باید وتړل شي.

د لوګر معترض کاندیدان
د لوګر معترض کاندیدان

که څه هم د دې اعتراضونو په باب د لوګر ځايي چارواکو او د ټاکنو د دواړو کمیسیونونو مشران څه نه وايي، خو لدې وړاندانې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر رحمت الله حقمل ویلي ول، چې د دوی د کمیسیون پرېکړه نه ده عملي شوې،

حقمل ویلي ول، کچېرې د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون پرېکړې عملي شي نو د لوګر د ټاکنو په وروستیو پایلو کې به هر اړخیز بدلون رامنځته شي.

دوی ډاډ ورکړی وو، چې د شکایاتو کمیسیون به د چا د زر او زور پرواء ونه ساتي، په شفافیت به کار کوي، حق به حقدار ته سپاري او تورې سپینې رايې به له یو بل بیلوي.

په خوست کې هم له څو ورځو راهیسې یو شمېر معترضو نوماندانو د اداري کمپلیکس مخې ته د تحصن خیمې درولي او د یوې ورځې لپاره يې د خوست-ګردیز لویه لار تړلې وه او بله ورځ يې هم اداري کمپلیکس چې خواوشا څلويښت حکومتي ادارې په کې فعالیت لري، تړلی وو.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG