د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل بريد: د وژل شوو شمېر ۴۳ ته ورسېد


امنيتي ځواکونه تر بريد سمدستي وروسته سيمې ته ورسېدل
امنيتي ځواکونه تر بريد سمدستي وروسته سيمې ته ورسېدل

د افغانستان عامې روغتيا وزارت وايي په کابل کې د عامه ګټو وزارت پر ودانۍ پروني بريد کې ۴۳ کسان وژل شوي دي.

د دې وزارت وياند او د نړيوالو اړيکو مسول، وحيد مجروح رسنيوو ته لېږلې پېغام کې ويلي چې روغتونونو ته ۲۵ زخميان هم وروړل شوي دي. د نوموړي په خبره کې ټول وژل شوي ولسي وګړي دي.

تر دې مخکې د کورنيوو چارو وزارت وياند، نجيب دانش پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي وو چې په وژل شوو کې يو پوليس شامل دي. په وژل شوو کې يوه مېرمن ده. دانش زياته کړې چې امنيتي ځواکونو د حملې په وخت د ياد وزارت ۳۵۷ کارکوونکي په خېر له دغې ودانۍ وويستل.

بلخوا د جرمني خبري اژانس، ډي، پي، ای د کورنيوو چارو وزارت د وياند مرستيال، نصرت رحيمي له خولې ويلي چې بريد کوونکي درې کسان وو. په دوی کې يو خپل چاوديدونکي توکي د وزارت د دروازې په خوله کې وچول او دوه نور وزارت ته ننوتل چې امنيتي ځواکونو سره يې جګړه پېل کړه. دغه درې واړه وژل شوي دي.

بلخوا د کابل د پولیسو یوه مشر محمد سالم احساس مشال راډيو ته تر بريد شېبه وروسته وويل چې شاوخوا درې بجې وسله والو له وزارت سره دوه چاودنې وکړې او بیا د شهیدانو او معلولینو معینیت یا دفتر ته ورننوتل.

د ده په خبره، تر چاودنو سمدستي وروسته افغان سرتېري سیمې ته ورسېدل او هلته نښته پیل شوه.

د شهیدانو او معلولینو د دفتر یو کارکوونکی محمد فواد چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی، وايي، کله یې چې د چاودنې غږ واورېد او وسله وال یې ولیدل نو د دفتر له دویم پوړ یې ټوپ کړ او ژوبل شو.

د دې رپورټ تر ليکلو پورې کومې وسله والې ډلې د بريد زمه واري نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG