کابل - افغان چارواکي وايي، په پلازمېنه کابل کې د فواید عامې له وزارت سره نېږدې دوه چاودنې او نښته شوې.
د کابل د پولیسو یوه مشر محمد سالم احساس مشال راډيو ته وویل، د ډېسېمبر ۲۴مې شاوخوا درې بجې وسله والو له وزارت سره دوه چاودنې وکړې او بیا د شهیدانو او معلولینو معینیت یا دفتر ته ورننوتل.
د ده په خبره، تر چاودنو سمدستي وروسته افغان سرتېري سیمې ته ورسېدل او هلته نښته پیل شوه.
د شهیدانو او معلولینو د دفتر یو کارکوونکی محمد فواد چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی، وايي، کله یې چې د چاودنې غږ واورېد او وسله وال یې ولیدل نو د دفتر له دویم پوړ یې ټوپ کړ او ژوبل شو.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، له یاد دفتره یې شاوخوا ۲۰۰ کسان چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل ول، ژغورلي دي.
په برید کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.