د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي له افغان چارواکو سره ولیدل


شاه محمود قریشي او اشرف غني د سولې پر بهیر او دوه اړخیزو اړیکو وغږېدل
شاه محمود قریشي او اشرف غني د سولې پر بهیر او دوه اړخیزو اړیکو وغږېدل

پراګ ـ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ډېسېمبر پر ۲۴مه، په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره ولیدل.

د ولسمشر له دفتره په خپور بیان کې راغلي، غني او قریشي پر دوه اړخیزه اړیکو، د سولې پر بهیر او پر بین الافغاني مذاکرو وغږېدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۲۳مه، په یوه بیان کې ویلي ول چې قریشي له کابله وروسته، تهران، بیجنګ او مسکو ته ځي.

نوموړي کابل ته تر تګ مخکې په ملتان کې یوې غونډې ته ویلي ول چې د افغانستان، ایران، چین او روسیې له مشرانو سره د افغانستان د سولې پر بهیر او پر سیمه ییزو چارو خبرې کوي.

قریشي پر داسې مهال د سیمې د څلورو هېوادونو په دوه ورځني سفر دی چې د ډېسېمبر له پیله تر ۲۰مې پورې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د سیمې او د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د افغان شخړې پر سیاسي حل خبرې وکړې.

خلیلزاد په ابوظبۍ کې د طالبانو له استازو سره هم ولیدل.

په عین حال کې شاه محمود قریشي د ډېسېمبر پر ۱۵مه هم کابل ته تللی وو او هلته یې د افغانستان، چین او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کړی وو.

د بهرنیو چارو پوه ایاز وزیر وايي، د افغان طالبانو او امریکا تر منځ وروستیو خبرو ته په کتو، د قریشي د سیمې سفر خورا مهم دی.

د ده په خبره، داسې ښکاري چې قریشي د طالبانو او امریکا د خبرو د نتیجو په اړه د سیمې هېوادونو باور تر لاسه کول غواړي.

دی وايي، ایران او روسیه له امریکا سره ښه اړیکي نه لري او ورباندې د طالبانو د ملاتړ تور هم دی نو ښايي له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو بهیر هم اغېزمن کړي خو اسلام اباد غواړي چې داسې ونشي.

XS
SM
MD
LG