د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورنیو دننه تر ودونو مخکې معاینه د تېلېسیمیا ناروغۍ مخنیوی کولای شي: ډاکتران


په پېښور کې یوه مور خپل تېلېسیمیا ځپلي ماشوم ته د وینې انتقال پر مهال ناسته ده
په پېښور کې یوه مور خپل تېلېسیمیا ځپلي ماشوم ته د وینې انتقال پر مهال ناسته ده

پېښور - د پاکستان رسنیو د ډېسېمبر پر ۱۹مه رپورټ ورکړی چې کېدای شي د پنجاب صوبايي حکومت په نېږدې خپلوانو کې تر واده مخکې د تېلېسیمیا رنځ تشخیص قانون معرفي کړي.

رپورټونه وايي چې که د ماما او کاکا د بچیو تر منځ تر واده مخکې د تېلېسیمیا رنځ د تشخیص سرټېفېکېټ یا اجازتنامه نه وي نو نکاح کوونکی به هم جرمانه کېږي.

ډاکتران وايي، دا یوه میراثي ناروغي ده او که د اغېزمنو کورنیو دننه ودونه وشي، نو زېږېدونکو ماشومانو ته انتقالېدای شي.

د دې ناروغۍ بشپړ علاج ډېر ګران دی.

په پېښور کې د تېلېسیمیا رنځ د وړیا درملنې مرکز حمزه فاونډېشن اټکل کوي چې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱۲۵،۰۰۰ ماشومان په دې رنځ اخته دي.

مرکز وايي، په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان تېلېسیمیا ناروغي لري.

د تېلېسیمیا ناروغۍ یو متخصص ډاکتر طارق خان وايي، دا ناروغي له مور و پلاره ماشومانو ته انتقالېږي.

د ده په خبره، اصلاً که په مور و پلار کې یو هم د دې ناروغۍ جین ولري او په هغوی کې ښکاره نشي نو هغوی د عام وګړي په توګه ژوند کوي. خو که د وینې په خپلوانو کې ودونه وشي نو ماشومانو ته انتقالېدای شي او هغوی ځپلای شي.

ډاکتر طارق خان وايي، تر درملنې لاندې له ۷۰ څخه تر ۸۰ سلنه پورې ماشومان هغه دي چې مور و پلار یې د تره، ماما یا ترور بچي دي.

دی وايي، همدا لامل دی چې د وینې رښته لرونکي که تر واده مخکې د وینې معاینه وکړي نو راتلونکی نسل له دې ناروغۍ ژغورلای شي.

د حمزه فاونډېشن مشر اعجاز خان وايي، په خیبر پښتونخوا کې د شاوخوا ۱۱۰۰ ځپلو ماشومانو درملنه کوي.

دی وايي، په خیبر پښتونخوا کې هم یوه قانوني مسوده منظوره شوې وه چې پکې ټینګار شوی وو چې د کورنیو دننه تر واده مخکې د تېلېسیمیا د معلومولو لپاره د وینې معاینه به جبري وي، خو حکومت دا قانون تر اوسه عملي او لاګو کړی نه دی.

XS
SM
MD
LG