د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې ۸۵۰۰ کورنیو ته د ژمنو توکو د مرستو لړۍ پیل شوه


خوست - چارواکي وايي، په خوست کې ۸۵۰۰ وزیرستانیو کډوالو او غریبو کورنیو سره نغذې مرستې کېږي.

د ډېسېمبر پر ۲۰مه په خوست کې د ملګرو ملتونو د کډوالو دفتر یا یو اېن اېچ سي ار وزیرستانیو کډوالو او همدارنګه داخلي بې ځایه شویو او بې وزله کورنیو سره چې شمیرې يې ۸۵۶۲ فامیلونه کیږي، د ژمنیو مرستو بهیر پیل شو.

د خوست چارواکي وايي چې په یادو ارقامو کې یوازې زر داخلي بې ځایه شوي او بې وزله کورنۍ دي او پاتې ۷۵۶۲ د وزیرستانیو کډوالو کورنۍ دي، چې هر فامیل سره به د ژمنیو توکو د رانیولو لپاره د دوه، دوه سوه امریکايي ډالرو نغده مرسته وشي.

د خوست چاراکو د یادو مرستو د وېش لپاره په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې پخوا به په ساړه موسم کې کډوالو سره د ژمنیو توکو مرسته کیده، خو د دوی په غوښتنه یاده مرسته نقدي شوه، تر څو هره کورنۍ د خپل ضرورت سره سم توکي پرې راونیسي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته د مرستو د یاد بهیر به باب وویل:

"خوست کې د ولایتي ادارې لخوا نه د یو اېن اېچ سي ار او مهاجرینو ریاست په چوکاټ کې اغېزمنو کډوالو، بیرته راستانه شویو، داخلي بې ځایه شویو او ځايي بې وزلو کورنیو سره د یو عشاریه اوه لکو ډالرو په ارزښت مرسته ترسره شوه، چې په دې مرسته کې به هرې کورنۍ ته دوه سوه ډالر ورکول کېږي او دوی به خپلې اړتیاوې او ضرورتونه په دې مرسته باندې ترسره کوي."

​په غونډه کې د خوست چارواکو په ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ وکړ، چې په یاد ولایت کې اړمنو او بې وزله کورنیو شمېر ته په کتو نورې مرستې هم ترسره کړي.

په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران د یونسیار لخوا دوی سره شویو مرستو ته خوشاله دي او وايي چې پدې سره به د دوی اړتیاوې څه نا څه ترسره شي.

د کډوالو یو تن مشر حیات مسود وايي: "وزیرستانیو کډوالو دې پیسو ځکه ډېره اړتیا لرله چې دلته د ژمي موسم شروع شوی دی، په دې ساحه کې یخ زیات دی او بخاریو ته اړتیا ده، دې خلکو ورته ضروت وو، مخکې يې له خلکو قرضې اخیستې وې او لرګي يې پرې اخیستي ول، دوی دا اړتیا وه چې د ژمي له یخني څخه ځان پرې وژغوري کمبلې ځانته پرې واخلي ،لرګي ځانته پرې واخلي او د ناروغانو تداوي هم پرې وکړي."

​د وزیرستانیو کډوالو یو بل مشر ملک حبیب خان مده خېل وايي، چې هغو وزیرستانیو کډوالو سره دې هم مرستې وشي، چې په لیرې غرنیو سیمو کې اوسیږي او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

د خوست د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو رییس الحاج حسن محمد احسان وايي، پروسږ کال او سږ کال د کډوالو چارو وزارت او د خوست د ولایت مقام غوښتنه داوه چې کډوالو ته دې، د دوی اړتیاوو او ضرورتونو ته په کتو د ژمنیو توکو پر ځای نقدي پيسې ورکړل شي، نو یونسیار دا غوښتنه ورسره ومنله.

د خوست د کډوالو چارو رییس وویل په ۸۵۶۲ کورنیو کې يوازې زر داخلي کورنۍ وې چې بې ځایه شوي وو او یا بې وزله کورنۍ وې، نور پاتې ټول د وزیرستانیو کډوالو کورنۍ دي، چې په خوست کې مېشت دي.

احسان زیاته کړه، دا پیسې د دې لپاره دي چې یادې کورنۍ پرې ژمني توکي راونیسي.

بل لوري ته هغه شمېر کډوال چې د پکتیکا په برمل کې میشت دي، هغوی هم غوښتنه کوي چې د خوست په شان دوی سره دې هم د ژمنیو توکو پر ځای نغدې مرستې ورکړل شي، تر څو پدې پیسو خپلې ضروري اړتیاوې پوره کړي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG