د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې د ښوونځیو د ودانیو کمښت ښوونیز بهیر اغېزمن کړی


په لوګر کې د ښووځي کمښت
په لوګر کې د ښووځي کمښت

د لوګر زده کوونکي او ښوونکي په یاد ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو له کمښته شکایت کوي او وايي، چې یخې هوا، باد او باران د دوی د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

دوی زیاتوي، هغه مهال چې اورښت، باد او ساړه ډېر وي، نو عموماً ښوونځي رخصتیږي او د زده کوونکو د زده کړو وخت ضایع کیږي.

د چارشنبې په ورځ د لوګر په مرکز کې د محمدیونس او محمدیعقوب په نومونو د عمر فاروق د لیسې دوه تنه زده کوونکو چې اوسمهال په خپل ښوونځي کې د زده کړو ژمني پروګرامونه تعقیبوي مشال راډیو ته وویل، په ګرمۍ کې ګوزاره کیږي، ځکه لوګر سړه سیمه ده، خو په ژمي کې دوی د یخې هوا او سړو بادونو د لاسه پوره زده کړه نشي کولی.

د یادې لیسې مدیر لطف الله ستانکزی وايي، د ښوونځي د ودانۍ د کمښت ستونزه يې په خپله والي او د پوهنې ریاست له چارواکو سره شریکه کړې، خو د دوی غوښتنو ته رسیده ګي نه ده شوې.

دی وايي، ډېر کله په باد، باران او واورو کې د ځای د نشتون له کبله زده کوونکي رخصتوی او هغوی له زده کړو بې برخې پاتې کیږي.

د لوګر د ولایتي شورا غړي هم په یاد ولایت کې د ښوونځیو د کمښت ستونزه مهمه بولي.

د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر عبدالولي وکیل وايي، د لوګر په اطرافو کې نا امنۍ د دې لامل شوي دي، چې یو شمېر کډې مرکز ته راشي او پدې توګه د مرکزي لیسو په ټولګیو کې د زده کوونکو شمېر زیات شي.

دی وايي، ولایتي شورا د دې ستونزې په هواري کې د پوهنې ریاست سره په ګډه کار کوي.

د پوهنې ریاست د مسوولینو د مالوماتو پر بنسټ په تېرو اولسوکلونو کې په لوګر کې ۱۷۹ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوي دي.

د سعیده شهید د لیسې مدیره انهایتا عالمیار وویل، د اطرافي سیمو د زده کوونکو د راتګ له کبله د مرکزي ښوونځیو په ټولګیو کې د زده کوونکو شمېر زیات شوی، خو دوی په ویاله ټنډه د هغوی هرکلۍ کړی او ښوونځیو کې يې شامل کړي دي.

نوموړې وايي:

((که ووایم چې د ښوونځیو وضعیت قناعت بخښوونکی نه دی، خو بیا هم موږ او ښوونکو مبارزه کړې، د ښوونځي دروازه مو خلاصه ساتلې، خپل زده کوونکي مو ستایلي او هڅولي دي، یو شمېر زده کوونکي لرو، چې له نا امنو سیمو راغلي دي، ښوونځي ته يې مراجعه کړې، په ویاله ټنډه مو د هغوی هرکلۍ کړی او هغوی ښوونځیو ته حاضر شوي دي.))

بلخوا د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي دغه ولایت کې د ښوونځيو د ودانیو د کمښت ستونزه تایدوي او وایي، چې ټولو بې تعمیره ښوونځیو ته يې د ودانیو جوړول په پلان کې دي.

د لوګر د پوهنې ریاست تدریسي مرستیاله مینه سادات وايي، چې په ځینو نږدې ولسوالیو کې یو شمېر ښوونځیو ته د ودانیو د جوړولو کار روان دی، خو دا چې پدې ولایت کې هر وخت د ښوونځیو شمېر ډېریږي، نو د ودانیو د کمښت ستونزه هم دوام پیدا کوي.

اغلې سادات ستانکزۍ زیاتوي:​ ((کرار-کرار انشاالله زموږ دا ستونزې حلیږي، دا چې د پوهنې وزارت نشي کولی هغو ټولو ښوونځیو ته چې موږ يې پیشنهادوو د ودانیو د جوړولو منظوري ورکړي، خو هغه پیسې چې موږ ته راځي، د نویو ودانیو په جوړولو يې لګوو، یا زموږ د پخوانیو ودانیو د بیارغونې اړتیا ده، چې هغه پرې ترمیموو، نام خدا ورځ تر بلې مو د ښوونځیو شمېر ډېریږي او هغوی ته ودانۍ جوړیږي.))

یاده دې وي په لوګر کې دا مهال ۳۱۳ بابه ښوونځي فعال دي، چې ۱۱۴ يې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې بیدیاوو کې په ګرمۍ کې لمر او په ساړه موسم کې باد، باران او سړې هوا ته سبقې وايي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG