د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریالان د ملګرو له دندو ګوښه کېدو ضد اقدامات کوي


د مشال تر رڼا لاندې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

له تېرو شاوخوا شپږ میاشتو راهیسې په پاکستان کې ګڼو رسنیزو ادارو د مالي مشکلاتو په یادولو ګڼ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

په دې لړ کې تر ټولو وروستی اقدام روانه اوونۍ د جنګ ورځپاڼې دفتر وکړ او له پېښوره یې لسګونه خبریالان، خبري مدیران یا اېډېټران او د هغوی مرستیالان او له رسنیو سره تړلي کسان له دندو لرې کړل.

د جنګ ډله نه یوازې ورځپاڼې لري بلکې د جیو په نوم خبري ټېلېوېژن هم لري. تر دې مخکې د پاکستان ګڼو ټېلېوېژنونو او ورځپاڼو لسګونه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي چې پر ضد یې خبریالانو مظاهرې هم کړې دي.

د دوشنبې یا ګل (د ډېسېمبر ۱۷مه) پر ورځ د جنګ ګروپ د اقدام پر ضد هم خبریالانو احتجاج وکړ.

شخصي رسنیو دا کارونه تر هغې وروسته کړي چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت په اګست کې تر خپلې واکمنۍ وروسته وویل، رسنیو ته به حکومتي اشتهارات یا سوداګریز اعلانونه او پیسې نه ورکوي.

په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې په پاکستان کې د خبریالانو د ایستلو او د هغوی ستونزو په اړه خبرې کوو.

په خپرونه کې د مشال راډیو خبریال خالد خان، په پېښور کې د خیبر یونین اف جرنلېسټس یا خبریالانو ټولنې مشر سیف الاسلام سیفي او په کوټه کې نومیالي خبریال سید علي شاه ګډون کړی.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

خبریالان د ملګرو له دندو ګوښه کېدو ضد اقدامات کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG