د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ ته د احتساب کمېشن د ختمولو بل وړاندې شو


دا بل واکمن تحریک انصاف د پښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې کړی
دا بل واکمن تحریک انصاف د پښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې کړی

پېښور - واکمن تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې قانوني مسوده وړاندې کړې چې پکې د احتساب صوبايي ادارې د ختمولو غوښتنه شوې.

د بل د منظورۍ په صورت کې به د ادارې قانوني حثیت ختم شي او په سلګونو کارکوونکي به بې روزګاره شي.

همدا راز د احتساب ادارې ټولې مقدمې به د درغلۍ ضد قامي ادارو او عدالتونو ته منتقل شي.

پښتونخوا کابینې په روان ۲۰۱۸ز کال کې په خپله لومړنۍ غونډه کې د احتساب ادارې د ختمېدو منظوري ورکړې وه او لامل یې دا ښودلی وو چې د درغلۍ په اړه د مقدمو پلټنه به د احتساب قامي اداره (نیب) کوي.

موږ د یو کار لپاره د دوه ادارو ضرورت نه لرو.
تیمور جګړا

د پښتونخوا د مالي چارو وزیر تیمور سلیم جګړا د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، پېنځه کاله مخکې چې کله د احتساب صوبایي اداره جوړېده نو هغه مهال نیب باوري اداره نه وه:

''اوس چې په مرکز کې نیب د تحریک انصاف تر حکومت لاندې کار کوي نو موږ د یو کار لپاره د دوه ادارو ضرورت نه لرو.''

خو اپوزیشن ګوندونه د دې مخالفت کوي او تور پورې کوي چې احتساب کمېشن د هاغه وخت صوبایي حکومت د ځان د ګټو لپاره جوړ کړی وو.

احتساب کمېشن د پښتونخوا پخوانی وزیر ضیا الله اپریدي د تېر صوبايي حکومت په دور کې د کرپشن یا اداري فساد په تور نیولی وو.

دا یوه ډرامه وه او عمران خان پرې ځانته مارکېټ وکړ. اوس دوی خپله غلطي ومنله.
ضیا الله اپریدی

نوموړي مشال راډیو ته وویل صوبایي حکومت، احتساب کمېشن د خپلو مخالفینو په ضد کارولی وو او باید نیب د دې پلټنې وکړي:

''احتساب کمیشن تر اوسه په یو کېس کې هم کامیاب شوی نه دی. دا یوه ډرامه وه او عمران خان پرې ځانته مارکېټ وکړ. اوس دوی خپله غلطي ومنله.''

په پېښور کې د جیو ټېلېوېژن مشر محمود جان بابر وایي تحریک انصاف د اداري فساد ضد نعره لګوله او پکار ده چې په حکومت کې له راتګ سره یې په کرپشن کې د ککړو عناصرو په ضد ګامونه اخیستی وای:

''دوی [تحریک انصاف] چې پر [احتساب کمېشن] څو اربه روپۍ ولګولی، د دې سیاسي ناپختګۍ او غلطې فېصلې تاوان به له چا اخیستل کېږي؟ غلا صرف د پېسو نه وي، ناپوهي او بدنیتي هم غلا وي. دوی چې کوم خلک ونیول هغوی عدالتونو پرېښودل''

د احتساب کمېشن د ختمولو له قانوني مسودې سره سم، په اداره کې عارضي کارکوونکي به بې روزګاره شي او دایمي هغه به یې د ګولډن هینډ شېک یا زیاتو پیسو له ورکولو سره تر وخت مخکې تقاعد یا رېټایر شي او ځېنو نورو سرکاري ادارو ته به واستول شي.

XS
SM
MD
LG