د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کواټ ډاکترانو د ضلعي ناظم رویې ضد علامتي کاربندیز کړی


دې ډاکترانو په مټو تورې ټوټې تړلې وې خو په روغتون کې یې کار هم کاوه.
دې ډاکترانو په مټو تورې ټوټې تړلې وې خو په روغتون کې یې کار هم کاوه.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه په کواټ کې پر ضلعي ناظم د ناسم چلند له تور پورې کولو سره ډاکترانو علامتي کاربندیز پیل کړی دی.

دې ډاکترانو د احتجاج پر مهال پر مټو تورې ټوټې یا رنجې تړلې وې او پرېکړه یې وکړه چې ژر به بشپړ کاربندیز پیل کړي خو د دې نېټه یې و نه ښوده.

د انصاف ډاکترز فورم په نوم د یوې ټولنې مشر ډاکتر ضیاالدین وايي، ضلعي ناظم نسیم اپریدي تېره اوونۍ په توغ بالا کې یوه بنیادي روغتیايي مرکز ته ورغلی وو او هلته یې له مسوول ډاکتر سره ناسم چلند کړی وو او وروسته یې د روغتیا ادارې ضلعي مشر ډاکتر مشرف ته د هغه د تبادلې امر وکړ.

دی وايي، اپریدي ډاکتر مشرف خپل دفتر ته ورغوښتی وو او د فشار لپاره یې ورته بدې، ردې هم ویلې دي:​ ((ناظم صاحب وویل، زه نه منم، دا سړی [د روغتیايي مرکز انچارج ډاکتر] فوراً [تبدیل] کړئ)).

ډاکتر ضیا الدین د ډاکتر مشرف له خولې وايي چې ضلعي ناظم ورته ګواښ وکړ او داسې نازېبا او ناښایسته خبرې یې وکړې چې د ده په وینا، په خوله یې نه راځي.

نوموړي له صوبايي حکومته غوښتنه وکړه چې د ناظم د چلند پلټنې وکړي او که ورباندې جرم زبات شي نو سزايي دې شي.

ډاکتر ضیاالدین تور پورې کړ چې ناظم نسیم اپریدي له خپل واکه ناسمه ګټه اخیستې.

خو ناظم مشال راډیو ته وویل، ډاکترانو د خپل ملګري د ژغورلو لپاره کاربندیز پیل کړی.

اپریدی وايي، له ډاکتر سره یې رویه سمه وه او د هغو ټولو ډاکترانو ضد اقدام کوي چې خپله دنده نه تر سره کوي او د ولس روغتیا ته پام نه کوي.

هلته د توغ بالا یونین کونسل مشرانو په یوه غونډه کې ویلي چې د روغتیا بنیادي مرکز له انچارج یا مسوول ډاکتره هېڅ ګیله نه لري او تور یې پورې کړی چې ناظم د سیاسي موخو لپاره دا ډول اقدامات کوي.

خو نسیم اپریدی وايي، د ولس د تعلیمي او روغتیايي سهولیاتو لپاره تر هر بریده تګ ته تیار دی.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG