د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت هيله ښودلې چې نن به له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي


 امید میثم
امید میثم

د اجرايیه ریاست مرستیال ویاند امید مېثم په دې لړ کې د دسمبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وویل، د دسمبر پر ۱۸مه به په ابوظبۍ کې د افغان حکومت پلاوی او طالب استازي مخامخ خبرې سره وکړي چې دغه چاره به د دواړو اړخونو ترمنځ د سولې د مستقیمو خبرو د پېلېدو امکان زیات کړي.

نوموړي زياته کړه چې “ د دې امکان شته چې د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې مستقیمې خبرې پيل شي، هیله لرو چې له کلونو وروسته د دواړو لوریو استازي د خبرو مېز ته کیني او سولې ته د رسېدو پر څرنګوالي او د بریالیتوب پر لارو چارو خبرو وکړي.​"

د میثم په خبره د ابوظبۍ په ناسته کې د پیاوړو او اغېز لرونکو هېوادونو استازي هم ګډون لري چې مهم بحثونه به‌یې د سولې په بهیر کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د مخامخ خبرو ته د دواړو لوریو هڅول وي.

تر دې وړاندې نن سهار د افغان ولسمشر دفتر هم ويلي و چې د افغان حکومت پلاوی له طالبانو سره په نږدې راتلونکي کې د خبرو د پېل او مخامخ ناستې ته د چمتووالي لپاره ابوظبۍ ته رسېدلی دی.

خو طالبانو پرون رسنيو ته په ليږلي پېغام کې ويلي وو چې په ابوظبۍ کې د افغان حکومت له چارواکو سره ملاقات نه کوي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ښار د افغانستان د سولې په اړه د ناستې کوربه دی چې په‌کې د طالبانو د ډلې پلاوي، امریکايي چارواکي، سعودي عربستان او پاکستان ګډون لري.

افغان پلاوي په‌دغه ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیز‌اد په بلنه او هڅو ګډون کړی دی.

له دې وړاندې کابل د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخېزې ناستې کوربه ‌و چې پکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني لوري وغوښتل چې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

رپوټ: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG