د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: د طاهر اپرېدي او درویش دراني په ویاړ غونډه وشوه


د غونډې عکس
د غونډې عکس

په کندهار کې د پښتو ژبې د دوو نامتو اديبانو دروېش دراني او طاهر اپريدي په وياړ غونډه تر سره شوې ده.

د شاعر دروېش دراني او کيسه ليکوال طاهر اپريدي په وياړ دغه غونډه د ۱۸م دسمبر په سهار په کندهار پوهنتون کې پېل شوه چې د افغانستان پر بېلا بېلو ولايتونو سربېره له خېبر پښتونخوا او بلوچستان څخه ورغلیو ليکوالانو د دوی پر کار او زيار مقالې وړاندې کړې.

په کندهار کې دا غونډه اطلاعاتو او کلتور وزارت او کندهار پوهنتنو ن تنظيم کړې وه.

په دې غونډه کې یو شمېر سپارښتنې شوې دي.

د مشال راډیو خبریال شاهین بونېري د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس فضل باري بريالي سره په دې اړه مرکه کړې ده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

بلخوا په کابل کې د علومو اکاډمۍ لخوا د پښتو ژبې د نامتو شاعر او اتل خوشحال خان خټک د ژوند او کار په اړه نړيواله غونډه پرون پېل شوې چې تر زيارت يا پنجشنبې پورې به دوام وکړي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG