پراګ ـ د پاکستان تحریک انصاف ګوند پارلیماني غړی جنید اکبروايي، حکومت به د غبرګ شهریت لرونکيو سرکاري ملازمینو د نوکریانو په اړه قانون سازي کوي.
نوموړي دا خبره د ډېسېمبر پر ۱۶مه ناوخته له هغې وروسته مشال رېډيو ته وکړه چې د تېر خالي پر ورځ چیف جسټس میا ثاقب نثار حکومت ته امر وکړ چې غبرګ شهریت لرونکيو سرکاري ملازمینو ته دې په نوکری او د بل هېواد په شهریت کې د انتخاب لپاره یوه نېټه ورکړي.
جنيد اکبر زیاته کړه.
((هغه کسان چې غبرګ شهریتونه لري او پاکستان کې سیاست یا نوکرۍ کوي، چې کله عدالت کې په کوم کیس کې مخامخ شي، نو بیا نور هیوادونه چې دوی یې شهریت لري، دوی ته تحفظ ورکوي. نو پکار ده چې دا کسان چې پاکستان کې دندې ترسره کوي او یا هم سیاست کوي، یواځې د دې ځای شهریت ورسره وي.))
چیف جسټس میا ثاقب نثار ویلي چې حکومت دې د غبرګ شهریت لرونکیو سرکاري ملازمینو لپاره یوه قانون سازي وکړي. په دې ورستیو کې د پاکستان سپریم کورټ د داخله چارو پخواني وزیر رحمان ملک په ګډون د پارلیمان ۱۱ غړي د غبرګ شهریت لرلو له وجې نا اهله ګرځولي وو.