دې وزارت بيګا په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې بريد کې څلور ترهګر وژل شوي او څوارلس ايف، سي سرتيري زخميان شوي هم دي.
د خبرپاڼې ترمخه چې پرون يې د ايران سفير د بهرنيوو چارو وزارت ته ورغوښتی وو او له هغه غوښتل شوي چې د وسله والو پر ضد دې پرېکنده عمليات وکړي.
په خبرپاڼه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سيمو کې د هم آهنګۍ پر ښې ساتنې هم ټينګار شوی دی.
د پاکستان او ایران ترمنځ په سرحدي سیمو کې داسې پېښې لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم په وار وار رامنځ ته شوې دي.
د ۲۰۱۸م کال د نومبر پر ۱۱مه هم د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو کې څلور پاکستاني وګړي په نښه شوي وو چې دوه پکې وژل شوي او دوه ټپي شوي وو.
ایران تور پورې کوي چې په پاکستان کې فعالې وسله والې ډلې بیا د ایران په سرحدي سیمو کې بریدونه کوي.
د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر کې ایرانیو چارواکو ویلي وو چې د چارواکو په ګډون یې ۱۶ سرحدي عسکر تښتول شوي دي.
د جېش العدل په نوم یوې وسله والې ډلې د ایران د هغو امنیتي ځواکونو د تښتولو ذمه واري منلې وه
د وسلهوالو لخوا په تښتول شویو کسانو کې د ایران د سپاه پاسداران او د استخباراتو غړي هم شامل وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو د نومبر پر ۱۵مه وویل چې امنیتي ځواکونو یې له ۱۲ څخه پنځه ایراني پوله ساتونکي بازیاب کړي دي چې یوه میاشت مخکې د دواړو هیوادونه له سرحدي سیمې تښتول شوي وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل پر ټویټر پاڼه لیکلي وو چې د پاکستان قانون نافذونکو ادارو او امنیتي ځواکونو په کوښښونو دغه تښتول شوي ساتونکي راخلاص کړل شول چې صحت یې ښه دی او ایراني انتظامیې ته به وسپارل شي.
نوموړي وویل، د پاتې ساتونکو د بازیابۍ لپاره له پوځي مشرتابه سره يې په ګډه کوښښونه روان دي.
ایراني میډیا د هیواد د سپاه پاسدارانو ځواک د مشر جنرال محمد علي جعغري له خولې د پنځو ساتونکو د واپسۍ د خبر تصدیق کړی دی.