د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېدي: بلوچستان کې پرانستل شوې پروژې د سي پیک برخه نه دي


د سي پیک نقشه
د سي پیک نقشه

د بلوچستان حکومت وايي د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ - سي پېک - په اړه د رابطه کارۍ د ګډې کمېټۍ په اتمه غونډه کې به له وفاقي حکومت او چین نه غوښتنه کوي چې په دې صوبه کې دې د یادې راهدارۍ منصوبې مکملې کړي.

د بلوچستان د اعلا تعلیم او اطلاعاتو صوبايي وزیر منظور احمد بلیدي د دسمبر پر ۱۵مه مشال رېډیو ته وویل چې د تیر حکومت پر مهال د سي پیک په نوم پرانستل شوې منصوبې د دې راهدارۍ برخه نه وه.

ده وویل ، “موږ ته چې د کابینې په اوله غونډه کې د سي پیک په اړه تفصیل راکړل شو نو موږ ته معلومه شوه چې په دې کې د ځینو منصوبو لپاره د اسیا د ترقۍ بېنک نه قرض اخیستل شوی دی او ځینې د جنرل پرویز مشرف په وخت کې په وفاقي بجټ شروع کړل شوې وې”.

ده وویل ، د هغو ټولو پرانسته د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې تیر حکومت په داسې توګه کړې وه چې ګواکې هغه د سي پیک منصوبې برخه وې.

منظور احمد بلیدي وویل ، “ اوس موږ دا فېصله کړې چې د سي پیک په اړه د رابطه کارۍ د ګډې کمېټۍ په اتمه غونډه کې کې به دا مسله رابورته کوو او د پاکستان تر څنګ به له چین نه هم غوښتنه کوو چې د سي پیک سره تړلې منصوبې د هم د دغې پروګرام لاندې سر ته ورسول شي.”

د سي پیک لپاره د بلوچستان حکومت پخوانی سلاکار او څیړونکی رفیع الله کاکړ وايي د سي پیک درې برخې دي یعنې یوه د بجلۍ پیداوار، دویمه سړکونه او دریمه د ریل پټړۍ.

رفیع الله کاکړمشال راډیو ته وویل چې د سي پیک پروژې له لارې په بلوچستان کې د ریل پر پټړۍ هیڅ کار نه دی شوی.

ده وویل ، “د سي پیک سړک له ګوادره شروع کیږي او له بسیمه خضدار نه یوه لار یې د سکهر له لارې په پنجاب تیریږي. او بله لاره په قلات، کوټه، ږوب او ډیره اسماعیل خان تیریږي او له اسلام اباد برهان سره به یوځای کیږي.”

نوموړي وویل، “په پنجاب کې چې د سي پیک کومې لارې تیریږي پر هغو به زیاتره کار په ۲۰۱۹م کال کې مکمل شي خو په بلوچستان کې تر اوسه د نشت برابر کار شوی دی.”

رفیع الله کاکړ زیاتوي چې په دې کې یوازې د ډیره اسماعیل خان او ژوب ترمنځ پر سړک تر څه حده کار شوی دی.

بلخوا ظهور احمد بلیدي وايي چې د سي پیک په منصوبه کې په بلوچستان کې د بوستان صنعتي مرکز جوړولو لپاره کار مکمل شوی او ډیر زر به یې منظوري تر لاسه کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG