د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ولایتي ادارې په افغانیو د راکړې ورکړې پرېکړه کړې


په خوست کې د یو شمېر مدني فعالانو او ځوانانو د پرلپسې هڅو او کوښښونو وروسته بالاخره د یاد ولایت په اداري مجلس کې پرېکړه وشوه، چې تر دې وروسته به پدې ولایت کې د بهرنیو اسعارو پر ځای په افغانۍ راکړه ورکړه کیږي.

چارواکو یاده پرېکړه نن د شنبې ورځې په مازدیګر د یوې خبرې ناستې له لارې رسنیو سره شریکه کړه.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نورزوی وویل، د امنیتي او کشفي ادارو له لوري به د هغو کسانو او کاروباریانو پر وړاندې قانوني چلند وشي، چې لدې پرېکړې سرغړونه وکړي او د بهرنۍ کرنسۍ په کارونې ونیول شي.

ده وویل، په اول ګام کې باید ټول پوځي منسوبین او دولتي مامورین راکړه ورکړه افغانیو ته واړوي او بیا وروسته مدني ټولنې او عام خلک دا کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه:​((زما اوله توقوع داده چې په اول کې نظامیان او دولتي مامورین افغانۍ وکاروي، بیا مدني ټولنې او بیا د ټول خوستی ولس د خپل ملي اقتدارو د ثابتولو په خاطر افغانۍ له ځانه سره ولري او خپلو ټولو معاملاتو کې دې له هغې نه استفاده وکړي.))

۲۷ کاله مخکې کله چې خوست د مجاهدینو لخوا ونیول شو، د هغه وخته بیا تر اوسه پدې ولایت کې راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلداره کیږي او د خلکو سرمایه هم په کلدارو ده.

لدې مخکې څو ځلې حکومتي ادارو هڅه کړې، چې د بهرنیو اسعارو پر ځای په خوست کې افغانۍ دود کړي، خو تر دې مهاله په بشپړ ډول پدې کار نه دي بریالي شوي.

په خبري ناسته کې خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې دا ځل د افغانیو د دودولو لپاره کوم تضمین شته، په اړه يې وویل، چې په تېر کې د افغانیو کارونه د دولت غوښتنه وه، خو دا ځل ولس او کاربار یانو دا تصمیم نیولی دی.

خوست ښاروال وړاندې وویل، د دې ولایت د خلکو سرمایه په کلدارو ده، خو د ډالر پر وړاندې په پرلپسې توګه د پاکستانۍ کرنسۍ د نرخ په ښکته کیدو خلک ډېر زیانمن شوي دي.

ده زیاته کړه:​((چا چې د کلدارو سرمایه يې درلوده، هغوی په تشویش کې دي، چې موږ تاوان کوو،که چا پرون لس لکه سرمایه درلوده، اوس يې که ډالرو نرخ ته مقایسه کړې د هغې ارزښت پنځو لکو ته راټیټ شوی، نو دا ددې لامل شو چې اوس ځوانان مدني ټولنې او هغه کاروباریان چې ډېر کارو بار لري، هغوی په تشویش کې دي، نو دا ځل موږ انشاالله پوره باور لرو، چې د ولس په ملاتړ به افغانۍ رواجوو.))

په خوست کې عموماً د کورونو، مارکیټونو، دوکانونو، رستورانتونو او کابل ته د چلیدونکو ګاډو کرایه په افغانیو ده، او دولتي ټکسونه هم په افغانیو اخیستل کیږي، خو په ښار کې راکړه ورکړه په کلدارو ده.

په خبري ناسته کې د خوست د اقتصاد رئیس انجینر حمیدشاه وویل، که په پیل کې د افغانیو په چلښت کې یو څه زیان هم وي، د هېواد په خیر تمامیږي.

د ده په وینا افغانیو سره نه یو ځای د هېواد هویت ثابت ساتل کیږي، بلکې څومره چې افغانۍ په دوران کې لویږي، هغومره يې ارزښت ساتل کیږي.

انجینر حمیدشاه وویل:​((نو بناءً دا مې د ټولو خوست میشتو، دکاندارنو، سوداګرو او صرافانو څخه او ولسونو څخه دا هیله ده، چې د افغانۍ او خپل هویت په ترویج کې د هغوی په معرفي کې زموږ همکار واوسي او دوی خپله دا کار وکړي.))

د افغانیو د کارونې د کمپاین لپاره د شنبې په ورځ یو شمېر خوستي ځوانانو او مدني فعالان د ښار په کوڅو او واټونوکې هم وګرځیدل او د یکشنبې په ورځ يې یوه پراخه ولسي راټولیدنه هم رابللې ده.

د خوست ښار یو شمېر صنفونو له مخکې پرېکړه کړې چې د توکو راکړه ورکړه به په افغانیو کوي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG