د لاسرسي ځای

تازه خبر

نور به د وسله والو رهبري په نښه کېږي: جنرال حمید


د افغانستان په جنوب کي د ملي اردو چارواکي په هلمند او ځينو نورو ولایتونو کې د افغان پوځ او نړيوالو ځواکونو لخوا د وسله والو د يوشمېر جنګي قوماندانانو وژل کېدل د خپلي نوې تګلارې برخه يادوي او وایي، چې دې چارې له وسله والو څخه د جګړې توان اخیستی دی.

د افغان پوځ د لوی درستيز مرستيال ډګر جنرال عبدالحميد حميد وایي له هلمند او کندوز وروسته په جنوبي حوز کې په تازه ترسره کېدونکو عملياتو کې د دولت د وسله والومخالفینو د سر سر پر مشرانو فشارونه زيات شوي او هغوی له منځه وړل کېږي.

جنرال حمید د پنجشنبې په ورځ ناوخته د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کې له خبریالانو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې د همدې فشارونو له امله د وسله والو د رهبرۍ مهم کسان پاکستان ته تللي او هڅه کوي، چې له هغه ځايه ترهګر بريدونه پلان کړي.

[موږ به دا غټان نابودوو، په کندوز کې يې غټ غټ کسان له منځه ولاړل په بغلان کې يې والي ووژل شو، په کندوز کې يې د والي مرستیال ووژل شو، په ترینکوټ کې مرستیال د والي په هلمند کې يې والي له منځه ولاړ.]

د افغان پوځ دغه درې ستوريز جنرال همداراز وویل، چې سږ کال وسله والو د تېر په څېر بياهم پلان درلود، چې په جنوبکې دوه ولایتونه روزګان او دايکنډي نسکور کړي او ترڅنګ يې ځينې ولسوالۍ ونیسي خو بريالي نه شول.

نوموړی وایي، چې په جنوبي ولایتونو کې د وسله والو ليکي له عايداتي پلوه کمزوري شوي خو د سيمي ځينې هېوادونه اوس هم وسله وال اکمالوي او په دې توګه غواړي د سولي روانو خبرو ته خنډ پېښ کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د جنرال حمید حمید څرګندونو ته عکس العمل نه دي ښودلي.

چارواکي وایي، چې نړيوالې ټولنې د افغان پوځ د پياوړتیا لړۍ چټکه کړې او تر دې مهاله يې ګڼې پرمختللې جنګي الوتکې، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ورڅخه ګټه اخیستل کېږي افغان پوځ ته سپارلي دي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

سرچینه: ازادي راډيو

XS
SM
MD
LG