د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان به د مرکزي اسيا او اروپا په دروازه بدل شي: غني


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د سوداګرۍ په برخه کې افغانستان اوس د ګاونډيو هېوادونو د لارو تړلو له ګواښونو خلاص شوی دی.

نوموړي نن [ډېسېمبر ۱۳مه] په هرات کې د لاجوردو تاریخي لارې د پرانېستې په مراسمو کې د وينا پر مهال وويل چې د دغه لارې په پرانېستې سره به افغانستان نه یواځې د منځنۍ اسیا بلکې د قفقاذ او اروپا په دروازې بدل شي.

"موږ نه یواځې د هند د نیمې وچې دروازه یو بلکې اوس انشا الله یو وار بیا د منځنۍ اسیا قفقاز او اروپا دروازه یو، ۱۷ کاله وړاندې افغانستان د انزوا په حال کې وو او څلور کاله وړاندې به ګواښل کېدلو چې که دا یا هغه سرحد درباندې وتړو نو د خوراک ډوډۍ به ونه‌ لرئ، خو نن افغانستان نښلول شوی دی، د افغانستان هدف وصل دی افغانان د وصل خلک دي، نه د بېلوالي."

ښاغلي غني وویل چې اوس افغانستان نه یواځې له نورو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه لري، بلکې د ځمکې له لارې هم له ډېرو هېوادونو سره ونښلېد.

ده زیاته کړه چې د لاجوردو په څېر به لسګونه نورې لارې ووینې چې په ترڅ کې به يې دا وطن په پښو ودرېږي.

په‌ دې پرانېستغونډه کې پر افغان چارواکو سربیره د ترکیې، ترکمنستان، اذربایجان او یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم برخه اخيستې وه.

دغه غونډې ته د افغانستان د ټرانسپورټ وزیر محمد حمید طهماسي وویل چې د دغه لارې د پرانېستې په لومړۍ ورځ ۱۸۰ ټنه افغاني محصولات او تولیدات چې په نهه افغاني موټرو کې بار وو چین او ترکیې ته واستول شول.

د ده په خبره په دغو تولیداتو او محصولاتو کې ممیز، کنځلې، پنبه او د هندواڼو تخم شامل دي.

د ټرانسپورټ وزارت وايي، دغه لارۍ به له مقابل لوري هم له وارداتي مالونو ډکې راستنېږي.

د لاجوردو لار چې په تېرو وختونو کې يې ورته د ورېښمو لار هم ویله، د افغانستان له هراته د ترکمنستان ترکمن باشي بندر ته چې کسپین بحیرې سره پروت دی، رسېږي، له کسپینه بیا اذربایجان او ګورجستان هېوادونو ته، له دې ځایه بیا د ترکیې له لارې ازادو اوبو سره نښلي.

افغانستان کولای شي چې له دې لارې په اسانۍ سره اروپايي هېوادونو ته لاره پیدا کړي.

افغان تاریخ پوهان په‌دې باور دي چې دغه لار هغه تاریخي بهیر دی چې څه باندې دوه زره کاله پخوا د بدخشان لاجورد له دې لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپا ته صادرېدل.

د راپورونو پر اساس د دې لارې تړون د ۲۰۱۷ میلادي کال نوومبر په میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان، ګورجستان، اذربایجان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري لاسلیک شو.

افغان چارواکي وايي چې د لاجوردو له لارې به سوداګري ارزانه او اسانه شي، افغان محصولاتو ته به لا ډېر بازارونه پرانېستل شي، د افغانستان ټرانزیټي عواید به ورسره لوړ شي او د لارې په اوږدو کې به يې د سوداګرۍ په برخه کې ملګري ډېر شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نېږدې درې کاله وړاندې ویلي و چې د لاجوردو د لارې په پرانېستو سره به افغانستان ۸۰ سلنه صادرات او واردات له اروپا سره ولري.

له دې وړاندې به د افغانستان محصولات او تولیدات د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې اروپايي او نورو هېوادونو ته صادرېدل چې وخت نا وخت به د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي کړکېچونو د افغانستان په صادارتو او وارداتو ناوړه سیورۍ غوړاوه.

افغان چارواکي وايي چې افغان سوداګر به وکړای شي چې د پاکستان د کراچۍ په پرتله په کم وخت او کم لګښت سره خپل توکي د لاجوردو له لارې ولېږدوي.

XS
SM
MD
LG