د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد د افغان سولې بهیر په اړه له ناټو سره معلومات شريکوي


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی د ډېسېمبر پر۱۳مه په برسلز کې د ناټو له مشرتابه سره د سولې په برخه کې پر خپلو هڅو معلومات وړاندې کوي.

د ناټو د ډېسېمبر ۱۲مې اعلاميې په حواله زلمی خلیلزاد به د ناټو له مشر ينز ستولتنبرګ سره هم ګوري.

په‌ دې کتنه کې به دواړه لوري د سولې په روانو هڅو کې د خليلزاد پر رول هم بحث وکړي.

خلیلزاد به وروسته شمالي اېټلانتيک شورا ته هم وينا کوي.

خليلزاد د ډېسېمبر پر ۱۱مه په ترکمنستان کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير رشيد مردوف سره د افغانستان د سولې په مسئله کې د ترکمنستان د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

زلمي خلیلزاد په ټويټر کې ليکلي چې تر دې مخکې يې په ازبکستان کې له ولسمشر شوکت مير ضياييف او د بهرنيو چارو له وزير عبدالعزيز کاملوف سره د افغانستان د سولې په مسئله کې د سيمې د هېوادونو د همکارۍ پر موضوع بحث وکړ.

د خلیلزاد په خبره هغه تر دې مخکې د لنډې شېبې لپاره په مسکو او تر هغه مخکې په اسلام اباد کې و.

زلمي خلیلزاد افغانستان او سيمې ته خپل درېيم سفر ١١ ورځې مخکې د ډېسېمبر پر دوهمه پیل کړ چې تر را روانې پنجشنبې پورې به تر بېلجيم وروسته متحده عرب اماراتو او قطر ته هم لاړ شي.

وسله‌والو طالبانو په وار وار ويلي چې غواړي له امريکا سره مخامخ د سولې خبرې وکړي.

خلیلزاد سيمې ته د خپل دويم سفر پر مهال هيله ښودلې چې تر را روانې اپرېل مياشتې ښايي له طالبانو سره د سولې يوه موافقه وشي.

افغان حکومت د سولې د هڅو د ګړندي کېدو لپاره د دېسېمبر پر څلورمه د سولې مشورتي بورډ د جوړېدو خبر اعلان کړ چې په ترکيب کې يې ځينې پخواني جهادي مشران او سياسي څېرې شاملې دي.

خو د امريکا د نورو حکومتي چارواکو په څېر زلمي خلیلزاد هم ټينګار کړى چې د افغانستان د سولې پروسه به د افغانانو په مالکيت او مشرۍ پرمخ ځي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG