د هلمند ولایت لپاره د طالبانو والي او نظامي مسوول ملا عبدالرحیم چې په ملا عبدالمنان مشهور و، تېره هفته له دوو کسانو سره یو ځای د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
افغان دفاع وزارت وايي، ملا عبدالمنان د طالبانو د نظامي فعالیتونو د همغږۍ ترڅنګ د کوکنارو د عوایدو را ټولولو او په هلمند ولایت کې د تریاکو د قاچاقو رهبري هم کوله. د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد وايي، د ملا عبدالمنان مړینه د دې ترڅنګ چې د طالبانو نظامي ځواک کمزوری کوي، د دې ډلې مالي سرچینې هم ټکنۍ کوي.
ښاغلي جاوېد زیاته کړه: ((ملا عبدالمنان د نشه يي موادو قاچاق کوونکی او د هلمند، کندهار او فراه ولایتونو په ناامنیو کې یې لاس درلود. ملا عبدالمنان د طالبانو ستر نظامي مسوول وو.))
افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو د ۲۰۱۷ میلادي کال د نومبر میاشتې څخه را پهدې خوا په څو ولایتونو کې د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو بریدونه کړي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د مطبوعاتي دفتر په خبره تر دې دمه یې ۱۵۴ کارخانې ویجاړې کړي دي.
د افغانستان د بیارغاونې د څار امریکايي ادارې یا سیګار وروستۍ څېړنې ښيي چې د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو بریدونه په مجموع کې د پنځه سوه میلیونو ډالرو په ارزښت نشه يي مواد له منځه وړي او طالبانو ته یې ۲۰۰ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.
د مشرانو جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزې کمیسیون غړی او د هلمند استازی هاشم الکوزي ازادي راډیو ته ويلي چې ملا عبدالمنان له نشه يي موادو څخه تر لاسه شوي عواید د هلمند په ګډون د هېواد په لوېديځ کې پر روانې جګړې لګول.