د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سږ کال د زعفرانو تولید ۱۳ ټنو ته لوړ شوی'


د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې روان کال د زعفرانو تولید ۱۳ ټنو ته لوړ شوی دی.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې روان کال په شااوخوا ۳۱ زره۲۲۰ جریبه ځمکه کې زعفران کرل شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۱ په سلو کې زیاتوالی پکې راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د سې شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل:

اکبر رستمي
اکبر رستمي

"روان کال د زعفران تولید ۱۲۹۵۵ کیلو ګرامو ته یعنې ۱۳ ټنو ته رسېږي چې نسبت تېر کال ته ۲۲ په سلو کې په کې زیاتوالی راغلی دی."

رستمي زیاتوي چې په ترتیب سره په هرات، فاریاب، کندهار، بلخ، سرپل او فراه ولایتونو کې زیات زعفران کړل شوي وو.

د کرنې وزارت وايي چې د چین هېواد په همکارۍ په نوي ګلخاني بڼه په دایکنډي، بامیان او کابل ولایتونو کې د زعفرانو کښت ازمویل شوی چې په وینا یې ښه نتیجه یې ورکړې ده.

د اکبر رستمي په وینا چې د افغانستان زعفران نوي په سلو کې ۱۷اسیايي، عربي او اروپايي هېوادونو او همداشان د امریکا متحده ایالاتو ته صادرېږي.

د کرنې وزارت چارواکي زیاتوي، د تولید شویو زعفرانو بیې په کورنیو بازارنو کې ۱۷میلیونه او په نړیوالو بازارنو کې بیا په درې چنده زیاته بیه پلورل شوي دي.

د کرنې د برخې یو شمېر متخصصین وايي، که افغان حکومت او بزګران د زعفرانو کښت ته پام وکړي، نو له بله هر کښته زیات یاد بوټی د کوکنارو بدیل کېدای شي.

د دغو متخصصینو له ډلې انجنیر حبیب الله احمدزي مشال راډیو ته وویل، زعفران کمو اوبو او همدا شان لږو بزګرانو ته اړتیا لري چې حاصل یې راټول کړي.

دی وایي:

"زعفران د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي، ځکه اوبه کمې خوري، تخم یې ارزانه، کمو بزګرانو ته اړتیا لري او هم یې حاصل په شلو ورځو کې راټولېږي."

بل خوا د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د پنځه کلن پلان له مخې هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې د زعفرانو تولید ۱۴ ټنو ته لوړ کړي چې په دې برخه کې حکومت یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، د دغه پلان له مخې یې په فاریاب او هرات ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس شپږ معیاري مرکزونه جوړ کړي او هم ۶۶۰۰ ښځو ته د زعفرانو د تولید، پروسس او د بسته بندۍ په برخه کې زده کړې ورکړې دي.

راپور: رحمت الله افغان

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG