د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي: د افغان سولې لپاره د ټولو خواوو ګټې سره يو شوې


شاه محمود قريشي
شاه محمود قريشي

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي په افغانستان کې امن لپاره د ټولو اړخونو ترمنځ مشترک ټکي پېدا شوي دي. هغه د دسمبر په لسمه په قامي اسمبلۍ کې د وېنا پر مهال وويل چې ښو نتيجو ته د رسېدو لپاره بايد د امريکا او هند په شمول ټول سيمه ييز هېوادونو خپل کردار لوبوي.

نوموړي زياته کړه: ((پرمختګ دا شوی چې د سياسي روغې جوړې لپاره د ټولو خواوو ګټې سره يو شوي دي. او دا کار پنځلس شپاړس کاله وروسته شوی دی. په دې کې امريکا، پاکستان، افغانستان او طالبان دا فکر لري چې د مسلې د حل لپاره د مذاکرات وشي. په دې لړ کې د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وزيراعظم ته يو خط هم ليکلي چې پکې يې له پاکستانه د اسانتايوو برابرولو غوښتنه کړې. پاکستان همداسې کوي.))

چارواکي دې واضحه کړي چې موږ د امريکې جنګ کړی که خپل؟
مولانا عبدالواسع

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د دسمبر په درېيمه وويل چې د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وزيراعظم عمران خان ته په ليږلي خط کې د افغانستان جګړې ختمولو لپاره د خپل کردار د لوبولو غوښتنه کړې ده.

خو ټرمپ تر دې مخکې پر ټويټر وليکل چې پاکستان د بيليونونو ډالرو په مقابل کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د امريکې لپاره هيځ نه دې کړي. عمران خان ورته په ځواب کې د پاکستان د قربانيوو ذکر وکړ او وي ويل چې تر ده مخکې حکمرانانو د امريکې جنګ په خپله غاړه اخيستی وو.

د اپوزېشن ګوندونو نيوکې

په قامي اسمبلۍ کې اپوزېشن، د مذهبي ډلو د اتحاد متحده مجلس عمل غړي مولانا عبدالواسع له حکومتي غړو وغوښتل چې د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه کې دې د پاکستان کردار واضحه کړي. ((چې کله ولسمشر ټرمپ پر پاکستان سخت الزام ولګاوه نو زموږ رياست ځواب ورکړ چې د امريکې لپاره يې دومره قربانۍ ورکړې چې يو لک ته نيزدي خلک او پوځيان مو پکې وژل شوې دي. که نواز شريف او شهباز شريف د درغليوو په کېس کې جېل ته تللی شي نو د دې دومره ډېر نقصان په اړه له چا بايد پوښتنه وکړو؟))

نېکي هيلې
نېکي هيلې

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نېکي هېلي ده اټلانټيک مجلې سره په مرکه کې د دسمبر په ۷مه ويلي چې پاکستان ته به نور يو ډالر هم ور نه کړي. هغې په اېبټ اباد کې د القاعده ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن د هستوګنې او وروسته د امريکې په پټو عملياتو کې وژنې ته په اشاره ويلي چې پاکستان د امريکايي پېسو په بدل کې ترهګر پالل. پاکستان تل داسې تورونه رد کړي.

خو په همدې حال کې ډان ورځپاڼې په ملتان کې د بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قریشي يوې غونډې ته د خبرو په حواله ليکلي چې واشنګټن سره د امريکايي مالي مرستو د بحالۍ په اړه خبرو لپاره چانس شته دی.

XS
SM
MD
LG