د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو زده کوونکي په پوهنتونو کې کوټه زیاتوال غواړي


د زده کوونکو د پخواني احتجاج عکس
د زده کوونکو د پخواني احتجاج عکس

د قبایلي ضلعو ځوانان وايي حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې په مډیکل او اینجینرنګ پوهنتونو کې به ورته سيټونه زیاتوي خو اوس خپله کړې وعده نه پوره کوي.

د قبایلي ځوانانو تنظیم مشر فرهاد علي د دسمبر پر نهمه په اسلام اباد کې مشال رادیو ته وویل چې په مېډیکل او اینجنیرنګ کالجونو او پوهنتونو کې د دوي لپاره چوکۍ ډېرې کمې دي.

ده وویل چې د خېبرپښتونخواله ګورنر او د پاکستان تحریک انصاف له پارلیماني غړیو سرهیې هم ملاقاتونه کړي او هغوي هم وعدې کړې وې خو بیا هم د دوي چوکۍ نه دي زیاتې شوې.

د فرهادعلي په خبره چې له دې روستو دوی د سېنېټ لپاره د سېفران د کمېټۍ سره هم ملاقات وکړو خو هغوی هم دې لړ کې څه اقدامات ونکړه

دوی وايي تر ناهیلې کېدو وروسته یې اوس فېصله کړې ده چې د خپل حق لپاره سپریم کورټ ته لاړ شي.

د سېفران د کمېټۍ یو غړي سېنېټر اورنګزیب خان اورکزي په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، “ رښتیا هم د قبایلي ضلعو د زده کونکیو لپاره په مېډیکل او اینجینرنګ کالجونو کې کوټه ډېره کمه ده ځکه چې اوس د قبایلو آبادي هم ډېره زیاته شوې ده.”

ده وویل ، “دا مسله یې د سېنېټ په سیفران کمېټۍ کې هم راپورته کړه او بیا يېوزیراعظم عمران خانته ولېږله او دوی به اوس یو څو ورځو کې بیا له وزیراعظم عمران خان سره ملاقات کوي نوډېر ژر به دغه کوټه زیاته شي.”

د دې زده کونکیو وینا ده چې تیر نګران حکومت یو نوټي فیکشن جاري کړی وو چې پکې يې ویلي وو چې د قبایلي ضلعو زده کونکیو ته به د نوي تعلیمي کال نه په مسلکي تعلیمي ادارو کې کوټه یو په دوه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG