د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا کې د ۱۱۹ ميليونه افغانيو په ارزښت سړک جوړېږي


په پکتیکا کې سړک جوړېږي
په پکتیکا کې سړک جوړېږي

د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا ریاست د کلیوالي لارو د جوړولو تر چوکاټ لاندې د منده او عباسخېلو سیمو تر منځ د اته کیلومتره سړک جوړولو کار پیل شو.

د یاد سړک چارې چې د یو کال په موده کې بشپړیږي، نږدې ۱۲۰ میلیونه افغانۍ ورباندې لګښت کیږي.

د پنجشنبې په ورځ د یاد سړک د کار د پیل په مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي شیربادشاه ارګوني مشال راډیو ته وویل، چې یاد سړک ته اړتیا ډېره وه او سیمه والو يې څو ځلې له ځایي ادارېد جوړیدو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي ارګوني زیاته کړه د دې سړک په جوړیدو سره به د سیمې خلک د ارګون له بازار سره وصل شي:

((دا سړک او پل چې جوړیږي، د خلکو لپاره ډېر ضروري او حیاتي ده، پدې سره به د خلکو مالونه په اسانۍ سره د ارګون بازار ته رسیږي، کلي به سره وصلیږي، نو بناءً ښه جوړول او ساختمان يې موږ ته خاص ارزښت او اهمیت لري او نظارت به يې په خپل وخت او زمان سره کیږي.))

د ارګون د منده او عباس خېلو د سیمو تر منځ د جوړیدونکي سړک د کار د پیل مراسم چې په ارګون کې جوړ شوي ول، امنيه قوماندان، د ملکي او پوځي ادارو مسؤلينو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، د رسنيو استازو او د سيمې اوسيدونکو هم پکې ګډون کړی وو.

د پکتیکا د کلیو پراختیا او بیارغونې سرپرست رئیس مومن افغان د یادې پروژې د څرنګوالي په باب وویل:

((د پکتیکا د کلیو او پراختیا ریاست د کلیوالي لارو د جوړونې د برنامې په چوکاټ کې دا سړک له مانډه کلي تر عباس خېلو تر کلي پورې چې اوږدوالۍ يې ۸.0۶ کیلومتره دی، د هوا په جوړیدو سره به د دې سړک کارونه د یو کال په موده کې ترسره شي، چې لګښت يې نږدې ۱۲۰ میلیونه افغانۍ دی.))

د سيمې قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د یادو پروژو د پیلیدو قدرداني وکړه، خو ويې ویل چې د ارګون د زون په ولسوالیو کې د لا ډېرو پروژو پلي کیدو ته اړتیا موجوده ده.

د دوی په وینا چې د څښاک د اوبو په ګډون د دې سیمې خلک د ژوندانه د ځینو مهمو اسانتیاوو بې برخې دي او دا پروژې هم باید د نقشې او پلان مطابق په اساسي ډول سرته ورسیږي.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د پکتيکا په مرکز او (۱۷)ولسوالیو کې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت د اقراء برنامې په چوکاټ کې د شپږ سوه دولس ميليونه افغانيو په ارزښت ۱۵۳ بې سرپناه ښوونځيو ته د ودانيو د جوړولو چارې هم پېل شوې وې.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG