د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې لپاره امریکا پاکستان ته هېڅ شرط نه دی ايښی: فیصل


د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت وياند ډاکټر فېصل.
د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت وياند ډاکټر فېصل.

پراک ـ د پاکستان بهرنېو چارو وزارت وياند ډاکټر فیصل وايي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازی زلمي خليلزاد د پاکستان سفر پرمهال هېڅ شرطونه نه دې ورته ایښې.

د ډېسېمپر پر پینځمه د اونيزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان بهرنېو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل وویل: “زلمي خليلزاد د پاکستان سفر پرمهال د افغان مفاهمتي عمل په اړه له پاکستانيو چارواکو سره تفصيلي خبرې وکړلې او پاکستان له لومړۍ ورځې راهیسې دا دريځ لري چې د افغانستان شخړې حل په جنګ نه بلکې په خبرو راوتلی شي."

د نوموړي وينا وه امريکا هم په دې پوهه شوې چې د افغانستان شخړې حل په خبرو راوتلی شي.

د ذکر ده چې زلمی خليلزاد د ډېسېمبر پر څلورمه د پاکستان په دوه ورځینې سفر اسلام اباد ته راغلی وو او نوموړي د پاکستان وزيراعظم عمران خان نه علاوه د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره هم ليدلي وو.

له عمران خان سره ملاقات وروسته د پاکستان وزيراعظم دفتر په خپلې خبرپاڼه کې ویلي ول چې د ليدنې پرمهال وزيراعظم عمران خان یو ځل بيا د پاکستان هغه هوډ تکرار کړل چې حکومت يې د یو سياسي جوړ جاړي د لارې په افغانستان کې د سولې او بیا پخلاینې بهیر کې دلچسپي لري.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا وزير اعظم عمران خان ته ليږل شوې ليک په اړه ډاکټر فېصل وويل، د امريکا ولسمشر په خپل خط کې وزيراعظم عمران خان ته ويلي دي چې په سيمه کې به یو مهم پرمختګ په افغانستان کې د روان جنګ حل د خبرو اترو د لارې راويستل وي او دې لړ کې ورته د پاکستان همکاري پکار ده پاکستان د یو سهولتکار په توګه خپل رول لوبولو ته تيار دی ځکه چې په افغانستان کې سوله او کراري زموږ ګډه ذمه واري ده.

د یادونې وړ ده چې د زلمي خليلزاد د پاکستان سفر نه یو ورځ مخکې وزيراعظم عمران خان په اسلام اباد کې خبریالانو ته ويلي وو چې امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورته خط استولی او نوموړې غواړي چې پاکستان دې افغان طالبان د مذاکراتو ميز ته په راوستو کې خپل کردار ولوبوي نو پاکستان به دې لړ کې خپل پوره کوښښونه کوي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG