د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د رضاء کارانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه


خوست کې د رضاکارانو نړیواله ورځ
خوست کې د رضاکارانو نړیواله ورځ

د خوست چارواکو له رضاء کارانو غوښتنه وکړه، چې د نورو ټولنیزو فعالیتونو تر څنګ دې، په ټولنه کې د ځینو ناسمو دودونو او نشه يي توکو د کارونې په مخینوي، ښوونځیو ته د ماشومانو په هڅونه او همدارنګه د سوله ییز فکر په خورولو کې خپله ونډه پراخه کړي.

دوی نن د چارشنبې په ورځ په خوست کې د ډسمبر پنځمې یا د رضاء کارانو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې دا هم وویل، ولایتي اداره چمتو ده، چې په ټولنیزو برخو کې رضاء کارانو ته د فعالیتونو د لازمو شرایطو په برابرولو کې همکاري وکړي.

د خوست د ولایت مقام ویاند طالب منګل چې د ځايي ادارې په استازیتوب يې، پدې غونډه کې خبرې وکړې وویل، رضاء کاره فعالیتونه د یوې ټولنې د لوړ کلتور او د وګړو د ملي او بشري احساس ښکارندويي کوي.

ده له رضاء کارانو غوښتنه وکړه، چې د نورو ټولنیزو خدمتونو تر څنګ دې، په ټولنه کې د یو شمېر ناوړو دودونو او نشه يي توکو د مخنیوي، د سولې ټېنګښت او زده کړو ته د ماشومانو او نوي نسل په هڅونه کې خپله ونډه پراخه کړي.

په خوست کې د رضاء کارانو نړیواله ورځ د عامه کتابتون په ودانۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، لنکن ښوونیز مرکز، د نشه يي توکو پر ضد ریاست او د نري رنځ د درملنې مرکز لخوا په ګډه رابلل شوې وه، چې د مدني ټولنو، ټولنیزو سازمانونو او ولایتي شورا غړو او په بیلابیلو برخو کې یو شمېر ځوانو رضاء کارانوبرخه درلوده.

د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني وویل، چې رضاء کاره فعالیتونه په ټولنه کې د ښه والي، پرمختیا او د خلکو د ستونزو د حلولو لپاره وي.

ده وویل، د رضاء کارۍ کلتور په افغانستان کې اوږده مخینه لري، خو په وروستیو کلونو کې دې برخې یو څه زیان لیدلی دی.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمدامین شاه الفت وویل، چې له مرکز سربیره باید په ولسوالیو کې هم د رضاء کارو ډلې جوړې او پدې توګه کرار-کرار د رضاء کارۍ دود په اساسي ډول خور شي.

په خوست کې د انفرادي اشخاصو او ډلو تر څنګ یو شمېر ټولنیز او ښوونیز مرکزونه هم رضاء کارانه فعالیتونه ترسره کوي.

د خوست لنکن مرکز مسوول جاوید خان وايي، چې د دوی مرکز ماشومانو، نجونو او ځوانانو ته د کمپوټر او انګلیسي ژبې د تدریس په برخو کې وړیا پروګرامونه لري، همدارنګه دوی د ښار په پاکولو، د نیالګیو په کېنولو او اوبولو او په ژمي کې د غریبو کورنیو لپاره له سوداګرو او شتمنو څخه د تودو جامو په راټولو او ویشلو کې رضاء کارانه فعالیتونه سرته رسولي دي.))

پدې غونډه کې یو شمېر رضاء کارو ځوانانو ته برابرې شوې تحفې هم وویشل شوې.

رشیدالله همدرد د هغو ځوانانو له ډلې یو وو، چې رضاء کارانه فعالیتونه يې وستایل شول، نوموړی وايي:

((په روژه او لوی اختر کې مو د ټولنې له شتمنو کسانو څخه ۴۵۰ کورنیو ته مو نقدې پیسې راټولې کړې او په غریبانو مو وویشلې، د شتمنو په مرسته مو تر ۶۵۰ نیالګي کینولي دي، چې هغه نیالګي اوس هم ساتو او اوبه ورکوو، یو شمیر استنادي دیوالونه چې تر ګواښ لاندې وو، هغه مو بیرته ترمیم کړي دي، د کلیو ویالې مو پاکې کړي دي، د ټولنې د ټولو افرادو مسوولیت دی، چې د دولت سره په تفاهم رضاء کارانه کارونه وکړي.))

په خوست کې د یادې لمانځغونډې ګډونوالو ویل، کچیرې په ټولنه کې د رضاء کارانو فعالیتونه ښه تنظیم او منسجم شي او د هغوی د هڅونې او تشویق لپاره ځانګړې برنامې پلې شي، نو د نورې نړۍ په شان به افغاني رضاء کار هم محسوسې لاسته راوړنې ولري او هغه ټولنیز فعالیتونه چې په ټولنه کې د بیلابیلو لاملونو دلاسهځنډ او خنډ سره مخامخیږي، د رضاء کارانو لخوا د ممانعتونو پرته په ښه ډول ترسره کیدلی شي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG