د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې پينځه کرنیزې پروژې پیلېږي


په ننګرهارر کې کرنېزې پروژې.
په ننګرهارر کې کرنېزې پروژې.

په ننګرهار کې د جاپان پي ايم ایس موسسې د پنځوس ميلونو افغانيو په ارزښت د پینځو پروژو د پیلېدو قرارداد د ننګرهار له چارواکو سره لاسلیک کړ.

دغه قرارداد د چارشنبې په ورځ د یادې موسسې له مشر ډاکټر ناکامورا او د ننګرهار مرستيال والي تر منځ لاسلیک شو چې له مخې به یې د خېوې په ګمبېره سيمه کې زابرونه جوړوي، د سرسبزۍ لپاره به په زرګونه نیالګي او د سیتروسو له باغونو به حفاظتي ديوالونه تاووي.

د قرارداد د لاسلیکیدو پر مهال د ننګرهار مرستیال والي تمیم عارف مومند وویل:

(( دغه پروژه چې د زابرونو د کندنکارۍ ده، د ۸۸۶ میترو په حدودو کې به نوی او په اساسي شکل زابر جوړېږي. د همدې زابرونو په څنګ کې به ۱۸۳۶ میتره د سرک جغلکاري کېږي، د سيمې د سرسبزۍ په خاطر به ۱۸۳۶۰ ونې کېنول کېږي، دا پروژې به د جاپان په مرسته د پنځوس ميليونو افغانيو په ارزښت تطبیق شي.))


د پي ایم ایس موسسې مشر ډاکټر ناکامورا وايي چې دوی هوډ لري چې ننګرهار ولایت سرسبزه او په زراعتي برخه کې خودکفا شي.

(( په کمبيري کې د پټو جوړولو لپاره ځمکه زیاته ده. ارزو لرو چې په اینده کې د ننګرهار ولایت ترقي وکړي. موږ کوشش کوو چې ټول ننګرهار سرسبزه کړو.))

دا چې دغه کرنېزې پروژې به د سيمې د خلکو په اقتصاد څومره مثبت اغيز وکړي، دا پوښتنه د ننګرهار د اقتصاد ریاست مشر غلام الله افغانیار دا رنګ ځوابوي.

(( دا زموږ لپاره يوه اساسي او اقتصادي پروژه ده. یو خو دا چې جبه زارې ځمکې به وچې شي او د کروندې لپاره به جوړې شي. زراعتي تولیدات به زیات شي او څلور سوه کورنیو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.))

د ذکر وړ ده چې د تېرو اوږدو کلونو راهيسې د جاپان پي ايم ايس موسسه په کرنېزه برخه کې فعالیت کوي چې تر دې وړاندې يې د خيوې، کامې او بهسودو ولسواليو کې سربندونه جوړ کړي چې له امله يې په زرګونه جریبه ځمکه خړوبېږي او په زرګونه کسان په کې په روزګار شوي دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00



XS
SM
MD
LG