د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طاهر داوړو د وژنې پلټنو لپاره یوه بله ډله جوړېږي


فایل فوټو د طاهر داوړ لوڼو د خپل پلار تصویرونه نیولي

وفاقي حکومت ویلي د خېبرپښتونخوا د وژل شوي پولیس افسر طاهرداوړ د وژنې د پلټنو لپاره یوه بله پارلیماني کمېټي جوړوي چې د ګډې پلټنېزې ډلې (جي ای ټي) سره به مرسته کوي خو د طاهر داوړ کورنۍ غوښتنه دا ده چې د دې لپاره دې نړیوال پلټنیز کمېشن جوړ کړل شي ځکه چې دا پېښه په دوو هېوادونو پاکستان او افغانستان کې شوې ده.

په اسلام آباد کې د نهې په مازیګر خبري کانفرنس کې د داخله چارو وزیر مملکت شهریار اپرېدي د طاهر داوړ له ورور او د پښتونخوا د پولیسو له مشر سره ګډ خبري کانفرنس کې وویل د وزیراعظم عمران خان په امر د خېبرپښتونخوا د پولیسو وژل شوي افسر طاهر داوړ د وژنې د پېښې پلټنو لپاره وړاندې یوه ګډه پلټنیزه ډله جوړه کړل شوې چې پکې د پولیس له افسرانو سره سره د خفیه ایجنسۍ افسران هم شامل دي او دوی اوس د یوې بلې پارلېماني ډلې فېصله کړې ده چې له (جي ای ټي) سره په پلټنو کې مرسته کوي.

نوموړي وویل: ''په دې حواله وزیراعظم په پنځو غړیو مشتمله پارلیماني کمېټۍ چې په دریو ورځو کې به جوړه کړې شي او په دې کې به دوه د حکومتي ګوند غړي او درې به له اپوزیشنه وي او دا به د سېنېټ او قامي اسمبلۍ یوه ګډه کمېټۍ وي چې له ګډې پلټنیزې ډلې سره به په رابطه کې وي.''

د طاهر داوړ جسد خاورو ته وسپارل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00

د شهریار اپرېدي وینا وه چې حکومت به د طاهر داوړ د کورنۍ کسانو ته په وفاق او خېبرپښتونخوا کې نوکرۍ ورکوي او د دې ترڅنګ به يې له کورنۍ سره د یولس کروړه روپیو امداد کوي چې پکې اووه کروړه د مرکزي حکومت او دوه نیم کروړه د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او یو نیم کرړو د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا شاملې دي او په دې یولس کروړه روپیو کې به یو کروړ د طاهر داوړ په باره کوه اسلام آباد کې د وژل شوي ورور بچیانو او یو کروړ به يې کونډو خویندو ته ورکول کېږي.

مشال راډیو چې په دې اړه د طاهر داوړ د ورور احمدوالدین نه وپوښتل نو د هغه وینا وه چې اوس یې له حکومت سره په دې کمېټۍ اتفاق کړې خو که سمه نتیجه ورنه کړه نو دوی به بیا د نړیوال کمېشن جوړولو غوښتنه کوي.

د نوموړي په خبره: ''دوی خپلو کې سلا وکړه او له حکومت سره يې دغه کميټي ومنله په دې هیله چې څه نتیجه به يې راووځي او دا به جي ای ټي ته مدد ورکوي نو د شهریار اپرېدي په خبره کې دوی د دې له پایلو مطمینه نه ول نو بیا به نړیوال پلیټنیز کمېشن جوړوي.''

د طاهر داوړ له وژنې سره مو کور له یتیمانانو ډک شو. احمدالدین داوړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:34 0:00

د یادونې ده د خېبرپښتونخوا پولیسو افسر اېس پي طاهرداوړ د اکتوبر په شپږویشتمه نېټه له اسلام اباده نامالومه کسانو تښتوولی وو چې مړی يې د نومبر په دیارلسمه د ننګرهار ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې وموندل شو او وروسته د نوموړي د وژنې پخلی د پاکستان خارجه دفتر هم وکړ.

XS
SM
MD
LG