د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمی خليلزاد پاکستان ته تللی دی


زلمی خليلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امريکې بهرنيوو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد پاکستان ته رسېدلی دی. هغه هلته د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې لري.

ځينو مطبوعاتي رپورټونو کې ادعا شوي چې د طالبانو له قطر دفتره هم يو پلاوی پاکستان ته د خپل مشر ملا هيبت الله اخوند سره ليدلو او مذاکراتو په اړه هغه ته د معلوماتو ورکولو لپاره ورغلی دی. خو د طالبانو ځينو سرچينو مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي چې دغه کسان د شخصي کارونو لپاره پاکستان ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکې بهرنيوو چارو وزارت د دسمبر په درېيمه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي زلمی خليلزاد د افغانستان سولې لپاره د دسمبر له دوهمې څخه تر شلمې پورې پاکستان، افغانستان، روس، ازبکستان، ترکمنستان، بيلجيم، متحده عرب اماراتو او قطر چارواکو سره خبرې لري.

د امريکې دفاع وزير جيم مېتس بلخوا پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې پاکستان بايد د افغانستان سولې په برخه کې خپل رول ولوبوي. رويټرز خبري اژانس د راپور تر مخه هغه د خپلې هندي سيالې نيرميلا سيتا رامڼ سره تر ملاقات مخکې وويل چې په جنوبي ايشيا کې له هر ذمه وار هېواده غواړي د افغانستان جګړې ختمولو لپاره د سولې بهير ملاتړ وکړي او اوس وخت رارسېدلی چې پاکستان هم د دې هڅو برخه شي.

امريکا غواړي اسلام اباد پر طالبانو خپل اثر رسوخ وکاروي خو هلته د طالبانو پټنځايونه سرخوږ دی. امريکا وايي چې پاکستان يې پر ضد ګامونه واخلي.
کوګلمين

د واشنګټن په ويلسن څيړنيز مرکز کې د افغانستان او پاکستان د څانګې کارپوه، مايکل کوګلمين مشال راډيو ته وويل اتو هېوادونو ته د خليلزاد سفر ښيي چې امريکا د افغانستان ۱۷ کلنې جګړې ختمولو لپاره د ټولو خواوو نظر اورېدل غواړي. هغه زياته کړه: ((زه فکر کوم خليلزاد تر ډېر فشار لاندې دی. فکر کوم ولسمشر ټرمپ هغه ته ويلي دي چې په څو مياشتو کې د سولې يو جوړجاړي ته ورسي. خو زما په خېال دا ډېر غلط کار دی. د سولې بهير ته دومره لنډ تنګ وخت ټاکل نه دي پکار. طالبان تر اوسه په جګړه کې خپله ګټه ويني او سولې ته قانع کول به يې ډېر وخت اخلي. په داسې کې ماته د دې ټولو کوښښونو سمې نتيجې نه ښکاري.))

پاکستان پر طالبانو خپل مدود اثر رسوخ مني خو وايي چې پر خاوره يې د هغوی پټنځايونه نشته. د يادونې ده چې په قطر کې د طالبانو دفتر غړو مطبوعاتو سره وخت په وخت خبرو کې ويلي چې د سولې مذاکراتو پېلولو لپاره ضروري ده چې په افغانستان کې د لسو زرو په خوا او شا کې مېشته بهرنيوو ځواکونو د وتلو مهالويش وټاکل شي. خو افغان چارواکي وايي لومړی دې مذاکرات پېل شي، بيا به پر دې ټولو غوښتنو خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG